یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسیه وايي: نور هېوادونه هم هڅوي چې له کابل سره خپلې اړیکې...

روسیه وايي: نور هېوادونه هم هڅوي چې له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي

روسیې ویلي چې له افغانستان سره د «بشپړې همکارۍ» نوې مرحله پیلوي او د سیمې نور هېوادونه هم هڅوي چې له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ویلي، مسکو له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ د رامنځته کولو په لور روان دی، ځکه روسیه د افغانستان او منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې د مېشتو سختدریځو وسله والو ډلو له ګواښ سره مخ ده.

روسیې ټینګار کړی چې د سیمه‌ییز امنیت د ټینګښت لپاره له کابل سره همکاري ضروري ګڼي. د مسکو په باور، له افغان حکومت سره اړیکې کولی شي د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

روسیه تېر کال لومړنی هېواد شو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحول وروسته یې د اسلامي امارت حکومت په رسمي ډول په رسمیت وپېژاند. هغه مهال امریکايي او ناټو ځواکونه له شلو کلونو جګړې وروسته له افغانستانه ووتل.

د روسیې چارواکو ویلي، دوی غواړي له افغانستان سره سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمې هېوادونه هم د کابل له حکومت سره د تعامل پراخولو ته وهڅوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه