دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو...

خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو په خوارځواکۍ اندېښنه ښودلې ده.

ويب ډیسک

 

ډبليو اېف پي د مارچ په ۱۳مه پر ټویټر ليکلي‌چې له ۳۴ څخه په ۲۸ ولايتونو کې ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي. د دوی په خبره په افغانستان کې له درې نیم ملیونو څخه زیات ماشومان د تغذیې په برخه کې درملنې ته اړتیا لري.

خو د خوړو نړیوال پروګرام هیله څرګنده کړې چې ډېر هغه ماشومان به چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته شوي، د نړیوالو له هغو مرستو برخمن شي چې دې ادارې د ژوند ژغورنې تغذیوي درملنه بللې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره کار کوونکې د ملګرو ملتونو ادارې، یونېسف اټکل کړی و چې روان ۲۰۲۲م کال به په افغانستان کې تر پنځوو کلونو لاندې نیمایي ماشومان د خوړو د بحران او روغتیایي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله په سختې خوارځواکۍ اخته شي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شوی او نړیوالو مرستندویه ټولنو د دې هېواد د وګړو حالت په تېره د ماشومانو د اندېښنې وړ بللی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه