لیک:نورالحق نبي څلی
په افغانستان کې د امریکایي اشغال ماتې د نړۍ جیوپولیتیکي نقشه له سره وکښله. په نړیوال او سیمه ییز سیاست کې راغلي بدلونونه او د افغانستان یو ځل بیا خپلواکه کېدل له موږ څخه غواړي چې د نوي ستراتیژیک چاپېریال جاج له سره واخلو.
د خپل هېواد د تاریخي پېښو اهمیت ته باید ځیر شو، انګلوساکسوني استعمار د لومړي ځل لپاره په ۱۷۵۷ کې بنګال لاندې کړ، ورپسې یې ټول هند، چین، د اسیا لویه وچه او د نړۍ ډېره برخه لاندې او وشپېلله. د همدغه بې سیاله انګلوساکسوني استعمار شرمېدلې جنازه بیا ( ۲۶۴ ) کاله وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې پر پنځلسمه نېټه له افغانستان څخه پورته شوه.
دا هسې یوه عادي پېښه نه، بلکې دې پېښې هغه نړیوال نظم وڅانډه چې یوازې د امریکا متحده ایالتونو د ګټو او برلاسۍ ساتنه یې کوله. د نړۍ هغه یواځینی قطب چې نورو ته به یې خپل شرایط دیکتې کول، نور نشته. په بله وینا هغه لوبه پای ته ورسېده چې مقررات او قانونونه به یې په خپله د امریکا متحده ایالتونو ټاکل.
اشغال چې زموږ د ولس لپاره د شرم او بې عزتۍ دوره وه، پای ته ورسېد. دا ده زموږ د سترګو په وړاندې تاریخ لیکل کېږي.
د افغانستان د وروستیو میاشتو پېښو له لوېدیځ څخه ختیځ ته د نړیوال سیاست، اقتصاد او نظامي ځواک د مرکز د لېږدونې بهیر چټک کړ.
زموږ د سترګو په وړاندې واشنګتن په نړۍ کې خپله ستراتیژیکه برلاسي په هېښنده توګه له لاسه ورکوي، د چین ولسي جمهوریت او روسیه د نړیوالو زبر ځواکونو په توګه راڅرګندېږي.
که چېرې جیوپولیتیک (سیاسي جغرافیه) د نړیوال او سیمه ییز وضعیت د شننې لپاره د یوې مرستندویې وسیلې په توګه وکاروو، نو ډېره شونې ده، چې د بهرني سیاست اړوند هره مسئله به سمه وارزول شي. هو، دا جیوپولیتیک دی چې هره نړیواله او سیمه ییزه پېښه په ښه او کره توګه راسپړي.
دا هم باید هېر نه کړو، چې جیوپولیتیک جوتپوهنه (طبیعي علم Exact Sceince) نه ده، خو د دې د پوهاوي لپاره یوازې یو چوکاټ برابروي، چې ولې هېوادونه د ځینو کړنو د ترسره کولو لپاره لېوالتيا لري. د بېلګې په توګه زبرځواکونه او هغه هېوادونه چې تر ځواک لاندې سیمه یې ډېره لویه وي، تل هڅه کوي چې پولو ته نېږدې پردۍ خاورې یې د نفوذ سیمې او یا بېلوونکې( حایلې ) سیمې واوسي.
په ډېر درد سره باید ووایو، چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت، هم د زاړه او هم د نوي استعمار په پېر کې هغه فکټور اوسېدلی دی، چې زموږ ټاټوبی د زبرځواکونو د ورانوونکو سیالیو په لابراتوار بدل شي. افغان ولس له دې وجې نه له حسابه وتې ځاني او مادي زیانونه ګاللي دي او د خپل هېواد د ستراتیژیک موقعیت په پار ډېر بد ځپل شوی دی.
موږ افغانان له هر راغلي یرغلګر سره جنګېدلي یاستو او دا مو خپل رسالت ګڼلی، چې دښمن باید په وهلو وهلو له خپلې خاورې څخه اوباسو. کله چې دښمن وتلی دی، نور مو دا سوچ نه دی کړی، چې دښمن ولې او د څه لپاره راغلی و؟ دې ته مو هم پام نه دی کړی، چې زموږ په هېواد کې کومه او د څه شي تشه ( خلا ) وه ؟ سربېره پر دې هر ځل په دې کې هم پاتې راغلي یو، چې شوي اشغال ته له جیوپولیتیکي، اقتصادي او ان جیوفرهنګي کنج څخه وګورو. له ځان څخه بیا دا پوښتنه هم نه کوو، چې ولې د دې آفت په مخنیوي کې پاتې راغلو او یا ولې مو مخکې له مخکې نه داسې لویه تشه ( خلا ) و نه لیده ؟
کله چې تشه (خلا) یادوو د فیلسوف ارستو دا خبره رایادېږي چې وایي: « طبیعت له تشې څخه کرکه لري». د دې مانا دا ده، د طبیعت او فزیک قانونونه حکم کوي، چې تشه ( خلا ) باید ډکه شي.
دا باید هېر نه کړو چې تشه شپېلل او نغرل کوي. د دې لپاره چې د تشې پر شپېللو باندې پوه شو، ښایي د برېښنایي جارو د فعالیت پرنسیب راسپړل له موږ سره مرسته وکړي.
دا برېښنایي جارو څرنګه کار کوي ؟ کله چې برېښنایي جارو خپل فعالیت پیل کړي، په لومړي ګام کې د جارو په دننه کې « تشه » جوړېږي. له دې سره جوخت د جارو د شاوخوا هوا په چټکتیا سره هغه د جارو په دننه کې رامنځته شوې تشه ډکوي او له ځان سره دوړه، کثافات او بل هر هغه څه چې د جارو د شپېللو له توان سره برابر وي، همغې تشې ته وړي.
د تشې له کلمې څخه فزیک، اروا پوهنه او سیاست پوهنه خپلې اخیستنې (برداشتونه) لري. تشه ( خلا ) په ځینو ډګرونو کې د بشریت په ګټه، خو په ځینو نورې کې تباه کوونکې پایلې لري. فزیک په ډېرو برېښنایي وسایلو کې په خپله تشه جوړوي.
د بېلګې په توګه، که چېرې د برېښنا په ګروپ کې تشه نه وي، د برېښنا مزي به هسې په څو ثانیو کې وسوځي. همدا د ګروپ تشه ده، چې د برېښنا مزي نه سوځي او موږ دومداره رڼا لرو.
اروا پوهنه بیا د دې غمخوري کوي چې په یوې « رواني تشه » کې ډوبه شوې اروا څرنګه وژغوري. په سیاسي ډګر کې تشه بیا سیاست پوهنه څېړي. په سیاست کې د تشې شتون ډېرې خطرناکې او تباه کوونکې پایلې لري.
په سیاست کې د« ځواک تشه »( د قدرت خلا) ډېره اورېدل کېږي. د ځواک تشه کېدای شي په دولت، بنسټ، سازمان او یا ډله کې رامنځته شي. کله چې یو څوک د ځواک پر ګدۍ ناست وي، خو د چارو کنټرول له لاسه ورکړي او ځای ناستی یې هم نه وي، دغه حالت ته « د ځواک تشه» وایي. دغه حالت ځکه خطرناک دی چې نوی ځواک د « تشې» د ډکولو هڅه کوي. که چېرې کوم بهرنی ځواک په دولت کې را پیدا شوې تشه ډکه کړي، دغه وخت هېواد تر پردي اشغال لاندې ځي. تر اشغال لاندې د هېواد تګ بیا تر ټولو بد شپېلل او نغرل دي.
د افغانستان او سیمې ستراتیژیک چاپېریال بنسټیز بدلون موندلی دی. هغه استعماري ځواکونه چې د اروپا او امریکا له لویو وچو څخه به د جنوبي اسیا د ولسونو د لوټ، تالان او یا د هغوی په کورنیو چارو کې د لاسوهنو لپاره راتلل، نور د پخوا په شان نشي راتلای. که راځي، راتګ به یې د سوداګرۍ، پانګونې او ګرځندویي لپاره وي.
له دې وړاندې به د سیمې ولسونه په خپلو کې سره دوستۍ، سیالۍ او دښمنۍ کوي. له دې چې ګاونډي ولسونه یو د بل کرکټر پېژني او هېڅ داسې اسیایي ولس نشته چې استعماري تېری نه وي ورباندې شوی او استعمارګرو ته یې باج نه وي ورکړی،
نو هیله ده چې سیمه ییزې او نړیوالې اړیکې په نوې او عادلانه بڼه تنظیم شي.
زموږ د هېواد اوسنۍ سیاسي او اقتصادي تشه ( خلا ) په تدبیر سره ډکول غواړي. دا دومره دروند پېټی دی، چې له ټول او یو موټي ولس څخه پرته بل څوک یې په یوازې توګه نشي پورته کولی. د دې لپاره، په لومړي ګام کې د ټولو هېوادپالو افغانانو یووالی اړین دی. له دې سره جوخت، د لمر په شان ښکاره خبره دا ده، چې داسې ستر کار په تنګو فکرونو او تنګو سیاستونو نشي عملي کېدای. په ملي او هېوادنیو چارو کې تنګ سیاست او تنګ فکر تباه کوونکې پایلې لري. ډېر ځله مو په ورځني ژوند کې لیدلي دي، کله چې کوم څوک تنګې جامې ولري، هغه کس ډېر په عذاب کې وي.
خو که چېرې کوم څوک تنګ فکر ولري، هغه وخت نه یوازې دا چې پخپله په عذاب کې وي، بلکې کورنۍ او ټولنه هم ورسره په عذاب کې کېږي. راځئ چې له تنګو فکرونو او تنګو سیاستونو سره همدا اوس مخه ښه وکړو.
هېوادپال او ملي هویت ته ژمن افغانان باید له هر ډول ټګۍ برګۍ څخه پرته یو بل ومني. د یو بل نه منښت (بې برخېتوب) هېڅکله هم درملنه نه ده. موږ د ناسم تشخیص او ناسمې درملنې له امله ځورېږو.
د شانګهای تړون اوسمهال نهه ( چین، روسیه، قراقستان، قرغزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان، ایران، پاکستان او هند) غړي لري.
دغه سازمان د سیمې د ثبات او پرمختګ، د سیمې د ولسونو د فرهنګي رنګین توب په ساتنه کې حیاتي رول لوبوي. د شانګهای تړون په دې موخه جوړ شو، چې د سیمه ییز امنیت؛ د ترهګرۍ؛ د اتنیکي بېلتونپالنې او مذهبي سخت دریځۍ پر مسئلو باندې تمرکز وکړي.
د یاد تړون فعالیت پر دې پرنسیبونو باندې ولاړ دی: د غړو متقابل باور او د متقابلو ګټو ساتنه، د غړو برابروالي، پر مشورو ولاړ عام توافق ته رسېدل، فرهنګي رنګین توب ته درناوی او د عام انکشاف تګلوری ساتل.
موږ وینو چې د هرې ورځې له تېرېدو سره د شانګهای تړون له سیمه ییزو پولو څخه بهر وځي او په یوه مهم نړیوال سازمان بدلېږي.
اوسمهال افغانستان، بېلاروس، او منګولیا د یاد تړون ناظرین دي. ارمنستان، آذربایجان، نیپال، کمپوچیا، سریلانکا، ترکیه، سعودي عربستان، قطر او مصر یې د ډیالوګ شریکان دي.
له دې چې له ترکمنستان څخه پرته د افغانستان ټول ګاونډیان او د سیمې نور مهم هېوادونه د شانګهای تړون غړي دي. پر دې سربېره د هېواد اوسنی نازک سیاسي او اقتصادي وضعیت هم حکم کوي، چې د یاد تړون غړیتوب د افغانستان په ګټه دی. نو ځکه حکومت ته مو وړاندیز دا دی، چې د شانګهای تړون د غړیتوب تر لاسه کولو لپاره هڅې پیل کړي. وګورئ، کله چې هند او پاکستان کولی شي په دې تړون کې واوسي، د دې مانا دا ده، چې دا تړون زېندۍ کوونکي شرطونه نه لري.
د نړیوال سیاست اوسنی الوېزان او ناڅرګند وضعیت، د نوي نړیوال نظم د راتګ په اړه د زبرځواکونو ترمنځ سیالۍ او تربګنۍ، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د رول کمزورتیاوې، په نړیوالو اړیکو کې د افغانستان د دولت اوسنۍ ستونزې په رښتیا چې د اندېښنې وړ دي. له حکومت څخه مو هیله او تمه دا ده، چې د هېواد د نړیوالو اړیکو ستونزې ژر حل کړي.
نړیوال سیاسي چاپېریال ته په کتو، ټولې نښې او نښانې د دې ښودنه کوي، چې د شانګهای تړون غړي هېوادونه به تر نورو هېوادونو دمخه د افغانستان دولت په رسمیت وپېژني.
افغان دیپلوماسي هم باید په همدې تمه له دغو هېوادونو سره اړیکې لا فعالې کړي، تر څو دغه پروسه چټکه شي. افغانستان د نړۍ ډېر پخوانی هېواد دی. له بده مرغه د وروستیو څلورو لسیزو د غمیزو له کبله، زموږ د هېواد نړیوالو اړیکو سخت زیان لیدلی دی. افغانستان هغه وخت کولی شي په نړیوالو اړیکو کې خپل ځای پیدا کړي، چې دیپلوماسي یې د روانو اوبو په شان ستومانتیا و نه پېژني. په همدې هیله.


