ويب ډیسک
له دوو ماتو وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به نن د سريلانکا پر وړاندې د روانې لوبلړۍ د وروستۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شي.
کرکټ بورډ ویلي چې نن یکشنبه د سلواغې ۲۵مه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سريلانکا پر وړاندې د روانې لوبلړۍ د وروستۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه هم د ۱۵۵ منډو په توپیر وبایلله.
همداراز افغانستان د روانې لوبلړۍ په لومړۍ او دویمې لوبو کې هم له سريلانکا ماتې خوړلې وې چې د دې لوبې مبصرینو او مینوالو له غبرګونونو سره هم مل وې.د
یادولو ده چې د کرکټ بورډ د غوراوي کمېتې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درېیو نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د افغان لوبډلې نوملړ هم په ډاګه کړ چې لومړۍ لوبه به یې د روانې فبروري میاشتې په ۱۷مه ورپسې دویمه او درېیمه په ترتیب سره په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.


