ویب ډیسک
جو بایډن د بهرنیو چارو وزارت کې ډیپلوماتانو ته د وینا پر مهال یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې ملاتړ وکړ. هغه وویل چې دا پرېکړه د امریکا په ګټه وه، که څه هم د دې بهیر پر مهال د ګڼو ننګونو سره مخ شو.
بلخوا، د هغه پرځای راتلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه پرېکړه شرموونکې یاده کړې ده. د امریکا پوځ د دوحې د موافقې له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له افغانستان څخه ووت. دغه موافقه د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوې وه.
د کابل هوايي ډګر د ابي دروازې خونړۍ پېښې، چې د داعش خراسان څانګې یې مسؤلیت ومانه، د دې بهیر تر ټولو دردناکه شېبه وه، چې ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۷۰ ډېر افغانان پکې ووژل شول.


