ويب ډيسک
افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لارې د مالونو ترانزیت یې شاوخوا ۸۰ سلنه کم کړی او پر ځای یې د ایران او منځنۍ آسیا پر لارو اتکا زیاته کړې ده. د دوی په وینا، اوس افغانستان تر ټولو ډېره سوداګري له ایران سره ترسره کوي.
د افغانستان او پاکستان سوداګر شکایت کوي چې د پاکستان له لوري په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې پرلهپسې خنډونه رامنځته شوي، چې له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ډېره کمه شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه غړی، خانجان الکوزی وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې د پاکستان له لارې د افغان سوداګریزو مالونو ترانزیت نږدې ۸۰ سلنه کم شوی دی.
نوموړی زیاتوي:
«پاکستان زموږ پر تجارت درې ډوله محدودیتونه وضع کړل، چې د کراچۍ له لارې د افغانستان سوداګري نږدې بنده شوه. له دې پرته، پاکستان زموږ د صادراتو لپاره تعرفې لوړې کړې او وختناوخت د لارو بندیدو او امنیتي ستونزو بهیر نور هم ستونزمن کړ.»
ښاغلی الکوزی وايي چې اوس افغان سوداګر د منځنۍ آسیا او ایران له لارو خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکوي. هغه ټینګار کوي چې د پاکستان لهخوا وضع شوي محدودیتونه نه یوازې افغان سوداګرو ته زیان اړوي، بلکې پاکستاني سوداګر هم له دې زیانمن شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې د سوداګرو اتحادیه تاییدوي چې له افغانستان سره د تجارتي لارو بندیدو او د امنیتي او برښنا ستونزو له کبله د ایالت سوداګري ۸۰ سلنه کمه شوې ده.
د خیبرپښتونخوا د سوداګرو اتحادیې مشر، حاجي افضل، مشال راډیو ته وویل:
«د خیبرپښتونخوا کاروبار او اقتصاد په مستقیم ډول له افغانستان سره تړلی دی. د تجارتي لارو بندیدو له کبله په ډېرو سیمو کې کاروبارونه په ټپه ولاړ دي.»
په ورته وخت کې، د مېوو سوداګر هم شکایت کوي چې د مالیو د زیاتیدو له کبله د افغانستان او منځنۍ آسیا ته د خپلو صادراتو کچه ډېره ټیټه شوې ده. د پاکستان حکومت سږکال د مېوو پر صادراتو ګمرکي محصول د ۹۵ زره څخه ۱۳۱ زره پاکستانۍ روپیو ته لوړ کړی دی، چې د صادراتو پر بهیر یې منفي اغېز کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ د خونو پخوانی مشر، اذرخش حافظي، باور لري چې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري ډېره ګټوره ده، خو هغه وايي چې دا ګټه یوازې هغه وخت ممکنه ده چې سوداګري په عادي ډول پرمخ ولاړه شي.
هغه ټینګار کوي چې پاکستان تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کړکېچ په وخت کې د افغان صادراتو لپاره تعرفې زیاتوي، چې دا کار سوداګر
ي له ستونزو سره مخ کوي.


