دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاقتصادي کمېسيون ته دنده ورکړل شوه، چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو...

اقتصادي کمېسيون ته دنده ورکړل شوه، چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره عاجل اقدامات وکړي

ويب ډیسک

چارواکي وايي، د وزيرانو شورا په غونډه کې اقتصادي کمېسيون ته دنده ورکړل شوه، چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره عاجل اقدامات وکړي

چارواکي وايي، نن په ‏ارګ کې د ا.ا د وزیرانو شورا غونډه کړې، په غونډه کې اقتصادي کمیسیون ته دنده سپارل شوې، څو ټولو اقتصادي ادارو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه عاجل اقدامات ترسره کړي.

‏د وزیرانو شورا غونډه کې پریکړه شوې، چې د ډالرو د قاچاق د مخنیوي، د جعلي افغانیو د ویش او نورو هغو عواملو پرضد کوټلي ګامونه واخلي چې د افغانۍ په ارزښت بده اغیزه کوي.

په دې غونډه کې پریکړه شوې، څو یاد کمېسیون په عاجل ډول هغه لارې چارې تشخیص کړي، چې د افغانۍ د ثبات لپاره مهمې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه