ليکوال : ګل باچا الفت
دغه شپې او ورځې چې زمانه او وخت بلل کېږي د نړۍ پر ټولو موجوداتو باندې راځي او تېرېږي، مګر کوم تاثیر چې په حيواناتو باندې کوي هغه د صحرا په کاڼو کې نشي کولى.
زمانه او وخت د باغ په ونو او بوټو بهار او خزان راولي چې بعضې بوټي ورکوي او بعضې نوي پيدا کوي. همدغه شان په حيواناتو کې زړښت او ځواني، قوت او ضعف پېښوي، مګر د بيديا کاڼې که هر څومره وخت ورباندې تېر شي هماغه شان وي، د پسرلي نسيم او د مني بادونه پکې هيڅ توپیر نه ښکاره کوي، نو ويلى شو چې عصر او زمان په ژونديو شيانو کې تاثیر کوي او ژوندون هم د زمانې تاثیر قبلولو ته وايي.
هو! زمانه او عصر په ژونديو شيانو کې د هر شي د احساس په اندازه اغيزه او عمل کوي او په هغه ځمکه کې شايسته او مېوه داره بوټي زرغونوي چې هلته د حيات ماده او ژوندي ذرات موجود وي. په شنډه مځکه او وچ ډګر کې هيڅکله هغه تاثیر نشي کولى چې په باغ او بڼ کې يې کوي همدارنګه کوم تاثيرات چې زمانه او وخت د انسانانو په ډله او ټولګي کې لرى هغه د غرو او رغو په حيواناتو کې نلري، نو ويلى شو چې انسان د زمانې له تاثیره نسبت ټولو موجوداتو ته زياته استفاده کوي او لکه څنګه چې زمان په ده کې تاثیر او عمل کوي، دى هم په زمان کې عمل او اغېزه کوي. همدغه انسان دى چې د ده په اعمالو او افعالو يو عصر له بل ځنې بېلېږي او د ده په شاهکار يو قرن په بل باندې افتخار او سرلوړي کوي.
زمانه ځي او تېرېږي مګر د انسان اعمال او افعال د ځان سره داسې نه شي وړى چې د خلکو هېر شي او د چا له ياده اوزي. زمانه دا کولى شي چې انسان د ځان سره ملګرى کړي او له دې نړۍ څخه يې بوزي يا په بل عبارت د ده وجود خاورې کړي، مګر د ده ښه نوم او ښه عمل هيڅکله او په هيڅ شان نشي محو کولى.
ښايي چې بعضې کسانو ته د ښه عمل په نسبت دا سودا پيدا شي چې موږ ښه عمل څه شي ته وايو؟ او زموږ مقصد په دې ټکي کې څه شى ده؟
د دې پوښتنې ځواب به همدومره لڼډ ښه او اسانه ښه وي : هر کار چې د نورو انسانانو په خير او فايده تمامېږي او خلکو ته يې فايده رسېږي هغه ښه عمل او ښه کار دى.
زموږ دا لنډ عبارت البته هر راز مادي او معنوي امور چې د بشريت په فايده باندې تمامېږي او خلکو ته يې فايده رسېږي د ښه عمل په نامه خلکو ته معرفي کولى شي.
همدغه ښه عمل دى چې د بشر په تهذيب او تمدن کې لویه برخه لري چې بايد زمان او مکان ورباندې فخر او لويي وکړي.
دغه راز ښه عمل که هر څوک په خپلو سوانحو کې لري هغه په آخرت کې هم د ده په مخکې لکه جنت ښکلې او کلالۍ حوره ګرزي او دى ورځينې خوند او حظ اخلى.
زموږ دا بحث د ژوندون په شاوخوا کې دى او هغه انسان ورباندې ستايو چې دغه راز ښه عملونه ورځنې په خپل عصر او زمانه کې وليدل شي. موږ مخکې وویل چې ژوندون د زمانې تاثیر قبلولو ته وايي مګر دا ده حيواني او نباتي ژوندون تعریف دى چې د انساني ژوندون په نسبت نيمګړى او ناقص مالومېږي.
موږ هغه انسان په انساني ژوندون باندې ستايو چې هغه هم د زمانې عمل او تاثیر قبلوي او هم په خپله په نورو شيانو کې اغېزه او عمل کوي. موږ هيڅکله هغه قوم او هغه ملت ژوندى نشو بللى چې زمان ورباندې راځي تېرېږي او دوئ پکې هيڅ نه کوي.
دغسې عمر يا شپې او ورځې خو په حيواناتو او باغ و بڼ باندې هم تېرېږي چې هغوئ ورځنې استفاده کوي او لويېږي مګر دغه لويېدل د دوئ کار او عمل نه بلل کېږي ځکه چې دوئ يوازې د زمانې تاثیر قبلوي او په خپله څه نه کوي.
موږ غواړو چې انسان په داسې حيات او ژوندون وساتو چې له ده سره وړ او مناسب وي، انسان بايد په دنيا کې داسې ژوندون وکړي چې د نورو په ژوندون کې هم برخه واخلي او خپل قرن ژوندى کړي.
د دنیا لوى مصلحين او لارښوونکي، لوړ او نوموړي فيلسوفان چې د بشریت کاروان يې د جهالت په توره شپه کې يې په سمه لار روان کړى دى او د جهالت په توره شپه کې يې لکه د اسمان ځلېدونکي ستوري هر چاته لورى او لودن ښودلى دى چې د بشر د مادي او معنوي حيات د دوئ مرهون دى او تر اوسه پورې د دوئ په نامه په دنيا کې ژوندي دي، همدوئ د انسـاني ژوندون مثالونه او ښې ښې نمونې دي چې په لوړ اوتام حيات ستايل کېږي.
دا راز حيات نه ده زمانې سيلاب وړلى شي او نه يې قرنونه او عصرونه په اثرو باندې خاورې اړولى شي. دا راز ژوندون دومره قدر او قيمت لري چې زمان او مکان ورباندې وياړي او د مځکې پله په همدغسې کسانو باندې درنه او سنګينه ده چې فرښتې ورته د لمر او سپوږمۍ ډېوه په لاس ولاړي دي او ننداره يې کوي.
موږ غواړو چې انسان خپله اندازه او استعداد په نظر کې ونيسي او ځانته هغسې ژوندون غوره کړي يعنې هيڅکله په يو داسې ټيټ او ناوړه حيات چې حيوانات او نباتات يې هم لري راضي نشي.
حيات او ژوندون ځانته مدارج او مراتب لري چې موږ يې دلته په نباتي، حيواني او انساني ژوندون ستايو چې نباتي حيات بې شعوره او حيواني حيات ته شعوري ژوندون ويل کېږي.
هرکله چې انسان له شعوره ورتېر د عقل او فکر خاوند هم دى بايد د ده حيات او ژوندون هم لکه فانوس د علم او پوهې په رڼا ښايسته او روښانه وي چې د زمانې په حال تاثیر وکړى شي او تياره يې په رڼا بدله کړي.
همدغه حيات چې هم د زمانې تاثیر قبلوي او هم په خپله په زمانه کې تاثیر کول دي کامل او پوره حيات بلل کېږي چې د انسان لپاره مناسب دى. که موږ غور وکړو د مځکې د نورو موجوداتو ژوندون هم په حقیقت کې د انسان د حيات پورې تړلى دى که د انسان حياتي فعالیتونه نه وي، د حيات او ژوندون ماده به د مځکې له مخه که بيخي ورکه نشي نو دومره خو به کمه شي چې له دې وخت سره هيڅ نسبت پيدا نکړي، نو انسان بايد لکه لمر يو باحراته او روښانه ژوندون ولري چې د ده په تاثیر د مځکې د مخ ټول شيان وروزل شي او وده وکړي.
هو! انسان بايد لکه لمر داسې وي چې د ده په تلو د مځکې نيم کره د غم او ماتم تور کالي واغوندي او هر څوک د ده تګ له دنيا ځنې پوره حس کړي.


