افغانستان کې د اوبو کمښت او تودوخه پر کرنې فشار زیاتوي

0
73

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي، په افغانستان کې د اوبو کمښت او له معمول څخه لوړې تودوخې د اوړي پر کرنیزو حاصلاتو او څړځایونو فشار زیات کړی دی.

دغه څرګندونې د FAO د ۲۰۲۶ کال د اګست په ارزونه کې شوې دي چې د افغانستان د ۲۰۲۶/۲۷ کرنیز کال اوسني وضعیت او راتلونکو اټکلونو ته کتنه کوي. په دې ارزونه کې د هوا وړاندوینې، له لرې حس کوونکو معلوماتو او د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له کروندګرو سره د سلا مشورو معلومات کارول شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، د اوبو دوامدار کمښت او د تودوخې لوړې کچې د اوړي په موسم کې د کرنیزو چارو وضعیت اغېزمن کړی او پر حاصلاتو او مالدارۍ یې فشار زیات کړی دی.

«اېف‌ اې او» همداراز ویلي، د کیمیاوي سرې د بیو دوامدار لوړوالی ښايي د دې لامل شي چې کروندګر د راتلونکي ژمني غنمو د کر لپاره کافي پانګونه ونه شي کولای، چې په پایله کې یې د غنمو د تولید کچه هم اغېزمنېدلی شي.

د سازمان د اټکل له مخې، د ال‌نینو د پدیدې پیاوړتیا او د هند په سمندر کې د مثبتې سمندري تودوخې د بدلون د رامنځته کېدو احتمال ښايي په ژمي او پسرلي کې له معمول څخه د زیاتو ورښتونو زمینه برابره کړي.

FAO وايي، زیات ورښتونه کولی شي د اوبو زیرمې پیاوړې او د کرنې د تولید لپاره شرایط ښه کړي، خو ورسره د سېلابونو، ځمکښویېدنو، د کرنیزو حاصلاتو د زیانمنېدو او د څارویو د تلف کېدو خطر هم زیاتېدای شي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د هوا او کرنې د وضعیت څارنه، له مخکې د احتمالي ستونزو لپاره چمتووالی او کروندګرو او مالدارانو ته پر وخت او عملي لارښوونې اړینې دي، څو د اقلیمي بدلونونو له احتمالي اغېزو سره د مقابلې لپاره ښه چمتووالی ولري.