د افغانستان په روزګان ولایت کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې

0
57

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، په افغانستان کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې چې له دې سره په هېواد کې د دې ناروغۍ د مخنیوي هڅې له دوامدارې ننګونې سره مخ دي.

د معلوماتو له مخې، دا پېښه د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د سرخم په سیمه کې په یوې ۲۵ میاشتنۍ نجلۍ کې ثبت شوې ده. ویل کېږي چې ماشومې څو میاشتې مخکې د ناروغۍ نښې څرګندې کړې او اوس یې دواړه پښې فلج شوې دي.

ځینو سرچینو ویلي چې د ماشومې کورنۍ د پولیو واکسین له اخیستو سره مخالفت کړی و، خو دا خبره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هغه هېوادونه دي چې وحشي پولیو ویروس لا هم پکې په پراخه کچه شتون لري. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د ویروس د لېږد دوام د دې اندېښنه هم زیاتوي چې ناروغي د خلکو د تګ راتګ له لارې نورو هېوادونو ته ولېږدېږي.

په افغانستان کې په تېرو کلونو کې د پولیو ګڼې پېښې ثبت شوې دي او د هېواد په ځینو جنوبي سیمو کې د ویروس خپرېدل لا هم دوام لري. د واکسین په کمپاینونو کې د ټولو ماشومانو نه رسېدل او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ د ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې لا پېچلې کړې دي.

روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د واکسین په برخه کې همغږي، په ځانګړي ډول د سرحدي او کوچېدونکو کورنیو د ماشومانو واکسینول، او د ناروغۍ د پېژندنې لپاره پیاوړی څارنه اړینه ده.

پولیو یوه ساري ویروسي ناروغي ده چې په ماشومانو کې د دایمي فلج لامل کېدای شي. د دې ناروغۍ لپاره ځانګړې درملنه نشته، خو واکسین یې د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار بلل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې د پولیو پېښې له ۱۹۸۸ کال راهیسې تر ۹۹ سلنې ډېرې کمې شوې دي. خو په افغانستان او پاکستان کې د وحشي پولیو ویروس پاتې کېدل ښيي چې د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو نړیواله هڅه لا پای ته نه ده رسېدلې.

روغتیايي چارواکي وايي، د واکسین د پوښښ دوام، د ناروغۍ د پېښو پیاوړې څارنه او د دواړو هېوادونو ګډې هڅې کولی شي د پولیو د خپرېدو د مخنیوي او د ویروس د بشپړ له منځه وړلو لپاره مهم رول ولوبوي.