یونیسف: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان زیانمن کړي

0
68

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د افغانستان په ختیځو او مرکزي ولایتونو کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۲۴۰۰ کسان اغېزمن کړي دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د جولای په ۲۰مه په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د خلکو کورونو او عامه بنسټونو ته زیانونه اوښتي او ځینې اړین خدمتونه هم له خنډ سره مخ شوي دي.

نورستان د سېلابونو له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی ولایت بلل شوی دی. د لومړنیو مالوماتو له مخې، یوازې د دغه ولایت د پارون ولسوالۍ په سېلابونو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

یونیسف وايي، په زیانمنو سیمو کې یې د بېړنیو روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو مرستو د رسولو لپاره چارې پیل کړې دي.