چاغۍ کې وسله والو اووه کان‌کارګر تښتولي

0
83

د بلوچستان د چاغۍ ولسوالۍ د ماهیان کور په سیمه کې وسله والو د یوه شخصي کان پر کارځای برید کړی او اووه کارګران یې له ځان سره وړي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، پېښه د چهارشنبې په سهار شوې ده. وسله وال پر موټرسايکلونو د کان سیمې ته ورغلي، کارګران یې تر خپل واک لاندې راوستي او وروسته یې اووه کسان له ځان سره تښتولي دي.

په تښتول شوو کسانو کې څلور د ګلګت اوسېدونکي دي چې وجاهت، وجید، شاهد او صابر نومېږي. درې نور کسان د چاغۍ له سیمې دي چې ضیاءالدین د دالبندین، او شاه سلیم او سعید محمد د ماهیان اوسېدونکي دي.

سرچینې وایي، وسله وال څو ساعته د کان په سیمه کې پاتې شوي او د کارګرانو ترڅنګ یې یو زمباد موټر، یوه څلورڅرخیزه وړونکې موټر، له شلو ډېر لمریزې تختې، یو زرنج، د خوب او پخلي وسایل، د ګاز ډبې، شاوخوا ۲۵۰۰ لېټره ډیزل، ۱۵۰۰ لېټره پټرول او یو شمېر نور توکي هم وړي دي.

د کان د ادارې سرچینې وایي، وسله وال تر ماښامه نږدې اووه بجې په سیمه کې وو او له تښتول شوو کارګرانو او وړل شوو توکو سره یې سیمه پرېښې ده.

د پېښې په اړه امنیتي ادارو ته خبر ورکړل شوی، خو تر اوسه د تښتول شوو اووه کسانو د برخلیک په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي او وړل شوي توکي هم بېرته نه دي موندل شوي.

چارواکي وایي، د کارګرانو د موندلو او د پېښې د څېړلو لپاره هڅې روانې دي.