د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د افغانستان واکمن حکومت له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان د جګړو د کمېدو او نسبي امنیت له پلوه بدلونونه لیدلي، خو لا هم له ګڼو مهمو ننګونو سره مخ دی.
یوناما وايي، د جګړو کمېدو افغانانو ته د بیارغونې، اقتصادي ودې او سیمهییزې همکارۍ لپاره زمینه برابره کړې او د کوکنارو د کښت د بندیز په څېر ځینې اقدامات هم شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما سرپرستې مشرې، جورجیټ ګانیون، ویلي چې افغانان له اوږدو جګړو وروسته سولې او ثبات ته ډېر ارزښت ورکوي، خو دوامدار ثبات یوازې د جګړو په نشتوالي نه رامنځته کېږي.
د نوموړې په وینا، د افغانستان راتلونکی د داسې ټولنې په جوړېدو پورې تړلی دی چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي او دولتي ادارې د خپلو کړنو پر وړاندې ځواب ویونکې وي.
یوناما پر سرپرست حکومت غږ کړی چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته د زدهکړو، کار او عامه ژوند په برخو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ویلي، د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت منفي اغېز کوي او د نړیوالې همکارۍ او پانګونې پر وړاندې هم خنډ جوړوي.
یوناما همداراز د ترهګرۍ اړوند اندېښنې د افغانستان د نړیوالو او سیمهییزو اړیکو له مهمو ننګونو څخه بللې دي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اصولي او عملي همکارۍ ته دوام ورکړي، څو د دغه هېواد د اوږدمهاله بیارغونې، ثبات او نړیوال ادغام لپاره زمینه برابره شي.
یوناما له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانانو سره د بشري مرستو، بنسټیزو خدمتونو او بشري حقونو په برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی دی.


