دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبښنې نړیوال سازمان ،علي وزیر له یوه کال راهیسې په ناحقه زنداني...

بښنې نړیوال سازمان ،علي وزیر له یوه کال راهیسې په ناحقه زنداني دی.

ویب ډیسک

د بښنې نړیوال سازمان سویلي آسیا څانګې دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې علي وزیر له یوه کال راهیسې په ناحقه زنداني دی.

بیان کې راغلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او مرکزي غړي، علي وزیر پر ضد بې اساسه قضیې جوړې شوي، څو یې د بند موده وغځول شوي.

علي وزیر چې د پي ټي ایم مخکښ او د پاکستان د قامي اسامبلۍ مخکېنی غړی دی، د تېر کال له اګسټ راهیسې پاکستاني پولیسو نیولی او زنداني دی.

پښتون سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي، افراسیاب خټک د علي وزیر د خوشې کولو بیان پر خپلې ایکسپاڼې بیا خپور کړی دی.

په تېره فبرورۍ کې د پي ټي ایم رهبرۍ شورا د پښتونخوا، خیبر دروازې ته څېرمه د علي وزیر، نصیر کوکي خېل، حاجي عبدالصمد خان او نورو غړیو د نیول کېدو پر ضد پرلت کړی و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستاني ریاست پولیسو لا هم نصیر کوکي خېل، حاجي عبدالصمد خان او علي وزیر د نړیوال بشري سازمانونو د غوښتنو سربېره یې په بند کې ساتلي دي.

# #KPK #ALIWAZIR @UN #PTM

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه