دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاذربايجان د پاکستان د پوځ ستر مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ته...

اذربايجان د پاکستان د پوځ ستر مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ته لوړ پوړی پوځي مډال ورکړ

ویب ډیسک

 

د اذربايجان د پوځ د لومړي مرستيال دفاع وزير او د ستاف رئيس کرنل جنرال کريم ولييف، د پاکستان د پوځ ستر مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ته د پوځي همکارۍ په ډګر کې د خدمتونو د قدر په توګه د اذربايجان تر ټولو لوړ “پیټریاټک وار” مډال ورکړ.

 

د آی اېس پي آر د معلوماتو له مخې، کرنل جنرال کريم ولييف نن د عمومي قرارګاه په سفر کې د پوځ له ستر مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره وکتل، چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو د ګډې علاقې پر موضوعاتو، په ځانګړې توګه د اوسني نړیوال او سیمه ییز امنیتي وضعیت په اړه خبرې اترې وشوې۔

 

په دې موقع، کرنل جنرال کريم ولييف د اذربايجان د ولسمشر الهام علييف له لوري فیلډ مارشل عاصم منیر ته دغه لوړ پوړی مډال وړاندې کړ، چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې د نوموړي غیر معمولي رول له امله ورکول شوی۔

 

کرنل جنرال کريم ولييف د پاکستان د پوځ مسلکي وړتیاوې او په “بنیان مرصوص” عملیات کې بریاوې وستایلې، او د پاکستان د خپلواکۍ او راتلونکو د فتحو د لمانځنې لپاره یې نېکې هیلې څرګندې کړې۔

 

فیلډ مارشل عاصم منیر د “معرکه حق” پر مهال د اذربايجان د مشرتابه او ولس د ملاتړ له امله مننه وکړه، او د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې د اذري پوځي لښکر ګډون ته هم د قدردانۍ څرګندونه وکړه۔

 

دواړو پوځي مشرانو د دفاعي همکارۍ د لا پراختیا او د سیمې د سولې او ثبات لپاره د ګډو هڅو د دوام ټینګار وکړ۔

د اذربايجان مېلمه جنرال د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان نه ستړې کېدونکې مبارزه وستایله او د دفاع او امنیت په برخو کې د لا زیات همکارۍ ژمنه یې تازه کړه۔

 

تر دې وړاندې، کله چې کرنل جنرال کريم ولييف جي ایچ کيو ته ورسید، د پاکستان پوځ یو چمتو او منظم ګارډ آف آنر ورته وړاندې کړ او نوموړي د شهیدانو په یادګار د ګلانو ګیډۍ کېښوده۔

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه