لینکنه :داودجبارخیل
په ۲۰۲۱ کال کې یوه افغانه ښځه د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره نومانده کېدلی شوه، خو نن د هماغه هېواد په کوڅو او عامه ځایونو کې د یوې ښځې خبرې کول هم جرم ګڼل کېږي. څلور کاله پخوا د هیلو څرکونه لګېدلي وو، نن د نا امیدۍ تیاره خوره ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women) په ښکاره ویلي چې که اوس اقدام ونه شي، افغان ښځې به هغه لږ حقونه هم له لاسه ورکړي چې پاتې دي. طالبان له واک ته رسېدو وروسته تر سل زیات حکمونه صادر کړي دي چې د ښځو حقونه او د تګ راتګ ازادي په کلکه محدودوي. په دې ټولو کلونو کې یو حکم هم بېرته نه دی اخیستل شوی.
ښځې چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، نن د کور څلورو دېوالونو ته محدودې شوې دي. ښوونځي یې تړل شوي، پوهنتونونه یې پرې بند دي، او له محرم پرته د وتلو اجازه نه لري. که یوه نجلۍ لوړې زده کړې ونه کړي، څنګه به ډاکټره شي؟ او که له نارینه ډاکټر سره د معاینې اجازه نه وي، څنګه به د ژوند تمه وکړي؟ دا یوازې د تعلیم خبره نه ده، دا د ژوند او مرګ تر منځ خبره ده. د اټکل له مخې، د زېږون پر مهال د مړینې کچه کېدای شي تر پنځوس سلنې لوړه شي.
زموږ د ټولنې یو لوي ناورین دا دی چې ښځه چې کله په کور کې بې واکه شي، ټولنه هم بېوسه کېږي. نن په افغانستان کې تر اویا زیاتې سلنې ښځې بېکاره دي، او دا د هغه هېواد لپاره چې اقتصاد یې د بندیزونو او طبیعي افتونو له کبله دړې وړې شوی، ستر زیان دی.
له دې ټولو سره سره، ښځې لا هم د تسلیمېدو تابیا نه لري. د کلیو په لرې پرتو سیمو کې داسې ښځې شته چې له مالي مرستې پرته د نورو ښځو لاس نیسي، د هغوی ستونزې اوري او هیله ورکوي. دا کوچنۍ هڅې ښيي چې د امید څراغ لا هم مړ شوی نه دی.
خو د نړۍ لپاره دا یوازې د افغان ښځو کیسه نه ده. که نن د افغان ښځو غږ چوپ شو، سبا دا چوپتیا هر ځای خپرېدای شي. که نړۍ د دې بېوسه خو زړورو ښځو ملاتړ ونه کړي، د تاریخ په کتاب کې به د یوې خطرناکې بېلګې په توګه ثبت شي چې کله ښځه خاموشه شي، نړۍ هم په تیاره کې ډوبه شي.
د زېږون پر مهال د مړینې د کچې د لوړېدو وېره
د طالبانو پرېکړې یوازې اقتصاد نه ځپي، بلکې د ښځو لپاره یې ژوند او مرګ مسله ګرځولې ده. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، دا حالت تباه کوونکي پایلې لري. د ښځو د منځنۍ عمر کچه راټیټېږي او روغتیايي ستونزې یې ډېرېږي. که ښځو ته لوړو زده کړو ته لاره بنده شي، نو د ډاکټرۍ سند نه شي اخیستلی، او که د نارینه ډاکټرانو له خوا د درملنې مخه ونیول شي، نو د روغ ژوند هیله به یې له منځه ولاړه شي. د دې ادارې د اټکل له مخې، که په طبي خدمتونو کې خنډونه دوام وکړي، نو د راتلونکي کال تر پایه د زېږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه تر ۵۰ سلنې پورې لوړېدلی شي.
په اوسني وضعیت کې د نابالغو ودونو کچه لوړه شوې ده او پر ښځو د کور دننه او بهر تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د ښځو عزم
ادارې ویلي چې ۶۲ سلنه ښځې داسې احساس کوي چې د خپل کور په پرېکړو کې هم اختیار نه لري. خو له دې مایوسه کوونکو حالاتو سره سره ښځې لا هم پر عزم ولاړې دي او د ښه راتلونکي هیله لري. یوه ښځه چې د ښځو د ځواکمنولو لپاره د ټولنې په کچه یوه اداره پرمخ وړي، سره له دې چې په ۲۰۲۲ کال کې یې ټولې مالي مرستې بندې شوې، خپل کار ته دوام ورکړی. هغې ویلي چې د یوې ښځې په توګه به په ټینګښت سره ولاړه وي او نورو افغان ښځو ته به لاس ور اوږدوي، د لرې پرتو سیمو ښځو ته به ور ځي، د هغوی ستونزې به اوري او هیله به ورکوي.
خطرناکه بېلګه
له ۱۵ اګست ۲۰۲۱ راهیسې چې طالبانو واک تر لاسه کړی، تر ۱۰۰ زیات حکمونه یې صادر کړي چې د ښځو حقونه او د تګ راتګ ازادي محدودوي، او په تېرو څلورو کلونو کې یو هم نه دی لغوه شوی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې سوزان فرګوسن ویلي چې دا یوازې د افغان ښځو او نجونو د حقونو خبره نه ده، بلکې دا ښيي چې د نړیوالې ټولنې په توګه موږ په کوم حالت کې یو.
هغې خبرداری ورکړی چې که له افغان ښځو او نجونو سره مرسته ونه شي او د هغوی غږونه چوپ شي، نو نړۍ ته به دا پیغام ولاړ شي چې هر ځای ښځې او نجونې ځپل کېدای شي، او دا به یوه ډېره خطرناکه بېلګه وي.


