ویب ډیسک
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده له کورني او بهرني مشروعیت پرته، لارښوونه کړې چې طالب وزیران او کابینه دې له دې وروسته ځان «سرپرست» نه نوموي.
ملا هبت الله د طالبانو د بیا واک ته رسولو څلورمې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې په دې تړاو جدي لارښوونه کړې، چې خپله لنډمهالې کابینه له سرپرستۍ وباسي.
طالبانو څلور کاله وړاندې د ملا محمد حسن اخوند په رییس الوزراء ګمارولو، سرپرسته کابینه اعلان کړه.
سرپرسته کابینه یا وزیران د انتقالي حکومتونو او یا له پارلمانونو د باور رایې ترلاسه کولو په موخه د لنډې مودې لپاره ټاکل کېږي، خو د طالبانو د ټول نظام پوره څلور کاله کېږي، چې لا هم سرپرست دی.
د طالبانو څلورمې کلیزې په مناسبت د بښنې نړیوال سازمان ویلي، دې ډلې افغانستان کې ټول قانوني او حقوقي بنسټونه او چوکاټ له منځه وړی – هغه ډله چې اوس هېڅ اساسي قانون او لیکلې نسخه نه لري.
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې شریعت یې قانون دی، خو څارونکي باور لري، چې دا ډله له شریعت د شخصي علایقو له مخې تفسیر کوي او قوانین یې پر افغانانو تطبیقوي.
# #Afghanistan #Kabul #Aug15


