یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملي دفاع تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۷ طالبان وژلو ادعا کوئ

ملي دفاع تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۷ طالبان وژلو ادعا کوئ

ويب ډیسک

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۶۷ طالبان ووژل شول، ۱۱۹ ټپیان شول او ۴ نیول شوي

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان، کندهار، هرات، بلخ، فاریاب، جوزجان، هلمند، بدخشان، کندوز، تخار، کاپیسا او کابل ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي او نیول شوي دي – تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه