ډاکټر لطیف یاد
دعربي او عبراني روایتونو پر بنسټ زلیخا چې نوم یې د راعیل په بڼه هم راغلی دی دمصر دواکمن عزیز یا فو طیقار چې دپوتیقار به بڼه هم راغلی دی مېرمنه وه. زلیخا دخپل خاوند عزیز نه کوم اولاد نه درلود ځکه چې جنسي ستونزه یې درلودله. دروایتونو پر بنسټ په هغه وخت کې په مصر کې دبتانو او اصنامو لمانځنه کیدله.
کله چې دحضرت یعقوب علیه السلام زوی حضرت یوسف دخپلو ورونو له لاسه په کنعان کې په څاه( کوهي) کې واچول شو نو دیوه کاروان مشرمالک بن زعر خپل مریي ته امر او حکم وکړ چې لاړشه او موږ ته ددې څاه یا کوهي نه اوبه راوړه. کله چې دغه مریی دغه څاه ( کوهي ) ته ورغی نود اوبو ډوله یې په څاه ( کوهي ) ورښکته کړه چې اوبه ترې راوباسي . کله یې چې داوبو دغه ډوله یې بیرته دڅاه سرته راپورته کړه ویې لیدل چې چې یوه ښایسته هلک په دغې ډوله پورې ځان کلک نیولی دی او دغه مریی هم هغه دڅاه سرته راو خیژاوه. دغه مریی دغه ښایسته هلک خپل بادار اودقافلې مشر مالک بن زعر ته راووست او ورته یې په مخکې ودراوه او ورته یې وویل کله مې چې دکوهي نه اوبه را ویستلې نو دغه ماشو م په ډوله پورې کلک نښتی و . په دغه وخت کې دده ورونه راپیداشول او هغه ته یې وویل چې دا زموږ ورور دی او پرتایې خر څوو، هماغه و چې دیو څو پیسواو سکو په بدل کې یې خپل ورور پر مالک بن زعر خرڅ کړ او هغه هم له ځانه سره دکنعانه مصر ته بوت او هغه یې دمصرپه بازار کې دمصر پر واکمن عزیز چې بې اولاده و خرڅ کړ او عزیزهم هغه په زویتوب ونیوه او خپلې ما ڼۍ ته یې له ځانه راووست. کله چې یوسف دده ښایسته ما ڼۍ ولیدله نوحیران پاتې شو. عزیز به دغه ماشوم ته ښه خوراکونه ورکول او دخپل زوی په څیر چلند یې ورسره کاوه ، خو ددغه ټولو نازونو او نعمتونو سره سره ده ته خپل ښار کنعان ورپه یادیده.
باید زیاته کړو چې کنعان په هغه وخت کې دننی سوریې جنوب اوسني اسرائیلو ، فلسطین او اردن سیمې ته ویل کیده. یوه ورځ یوسف علیه السلام دعزیز میرمنه ( کورودانه ) زلیخا ولیدله او زلیخا چې کله دیوسف ښایست ولید نو پرې سخته مینه شوه. زلیخا دحضرت یوسف نه وغوښتل چې له ده سره مینه او معاشقه وکړي ، خو یو سف علیه السلام چې یو سپیڅلی انسان و ترې په منډه وتښتید او زلیخا پسې منډې وهلې او له شانه یې دده کمیس ونیوه او کمیس یې ورڅیرې کړپه همدې حالت کې دعزیز سترګې پر دوی ولګیدلې او دزلیخا نه یې وپوښتل چې دا څه خبره ده ؟ زلیخا عزیز ته وویل چې یوسف زما په اړوند غلطه اراده درلودله . خو یوسف هر څومره چې عزیز ته دخپلې بې ګنا هۍ ثبوت وړاندې کړ عزیز ته دمنلو وړنه و او هغه یې په زندان کې واچاوه .یوسف ډیر کلونه په زندان کې تېر کړل او دطبري دتاریخ په حواله کله چې عزیز مړ شو نو دی هم له زندانه خوشي شو او زلیخا وروسته دحضرت یو سف سره واده وکړ.
د پښتو په شاعرانو کې چې کوم شاعرچې دیوسف زلیخا کیسه په منظومه توګه لیکلې ده هغه عبدالقادر خان خټک دخوشال بابا زوی دی. عبدالقادرخان خټک په ۱۶۵۵ ریږدیز میلادي کال کې زیږیدلی و او په ۱۷۰۲ زیږدیز کال کې مړ شوی دی. کله چې اشرف خان هجري داورنګزیب له لاسه ددکن په بیجاپور کې بندي شو او خوشال بابا هم بیا وفات شونو عبدالقادرخان خټک دخټکو دقام مشري کوله. نوموړی دخوشال خان خټک دادبي مکتب او دنقشبندیه طریقې له پیروانو نه و. دده په اشعارو کې صوفیانه کلام له ورایه ښکاري .
دعبدالقادرخان خټک لاندیني پښتو آثار لیکلي دي چې په هغو کې مشهور دادي :
۱-دعبدالقادر خان خټک دیوان
۲- ګلدسته
۳- نصیحت نامه
۴- دبرده قصیده
۵- یو سف او زلیخا
باید زیاته کړم چې عبدالقادرخان خټک په ۱۱۱۲ لیږدیز /هجري کال کې دمولانا نورالدین جامي فارسي یوسف وزلیخا په پښتو ژبه منظوم کړ او د لومړۍ ځل لپاره په ۱۸۷۱ ع. کال کې، دوهم ځل لپاره په ۱۸۸۰ ع. کال د ډیلي د یوسفي په چاپخانه کې چاپ شوی دی. دیوسف زلیخا کیسه ددریم ځل لپاره په کابل کې دامیر عبدالرحمن خان په حکم او فرمان په ۴۵۹ مخونو کې چا پ شوی دی. دیوسف او زلیخا کیسه دڅلورم ځل لپاره په ۱۳۹۱ لیږدیز /هجري کال کې په کابل کې دافغانستان دعلومو اکاډیمۍ له خوا په ۴۳۶ مخونو کې په کابل کې چا پ شوې ده .
باید داهم زیاته کړو چې ډیر و نورو پښتو شاعرانو اوهم سندر غاړو هم په پښتو ژبه دیوسف او زلیخا کیسې په ترنم سره ویلي د ي :


