ويب ډیسک
په نیمروز کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز کې یوه سړي د ماشومانو او ښځو په ګډون د خپلې کورنۍ لس غړي په ډزو وژلي دي.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب الهام نن (د غبرګولي ۲۳نېټه) د جرمني خبري آژانس ته وویل چې په وژل شویو کې د تورن قاتل دوه ښځې، څلور ماشومان او د دواړو ښځو د کورنیو غړي شامل دي. روغتیايي چارواکو ویلي چې په قربانیانو کې د اوو میاشتو یوه امیدواره مېرمن هم وه.
آژانس د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د ویاند بهرام حقمل له قوله د تورن قاتل نوم ویس یادوي او وايي، قربانیان په دو جلا پېښو کې په ډزو وژل شوي. راپور زیاتوي چې قاتل د پېښو له ځایه په موټر کې تښتېدلی دی.
د DPA د راپور له مخې په هغو تصویرونو کې چې امنیه قوماندانۍ ترلاسه کړي تورن سړی په داسې حال کې ښکاري چې په لاس کې یې کلشنیکوف او په غاړه کې یې ګردنۍ ده.
امنیه قومانداني د لومړنیو اطلاعاتو پربنسټ وايي مشکوک قاتل پر یوه نجلۍ مین شوی و، او غوښتل یې دریم واده وکړي خو د خپلو ښځو له مخالفت او د خسرخېلو له فزیکي تشدد سره مخامخ شوی و.
په افغانستان کې په وروستیو څو میاشتو کې د کورني تاوتریخوالي په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او په دې ترڅ کې په څو پېښو کې ترډېره د مرموزو وژنو په ترڅ کې ښځې په نښه شوې دي.


