ويب ډیسک
طالبان وايي د کابل په بګراميو سیمه کې پر جوماتونو د وروستیو بریدونو او د برېښنا پایو ته د چاودنو ورکولو په تړاو د یوې ډلې مهم غړی يې وژلی او بل یې نیولی دی.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د یوسف په نوم د دې ډلې یو مهم قوماندان د یکشنبې په ورځ ناوخته د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو او د محمد اغا په نوم یو بل ژوندی ونیول شو»
نوموړي دغه کسان “خوارج” وبلل او ویې ویل چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې پر جوماتونو، خانقاګانو او د برېښنا د پایو په ویجاړولو کې لاس لري.
که څه هم طالبانو تل په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی او ذبیح الله مجاهد هم د داعش ډلې نوم نه دی اخیستی، خو داعش په جوماتونو او منبرونو کې د ډېرو بریدونو مسئولیت منلی دی
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم په دغه هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه زیات شوي دی.
په جوماتونو او روزنیزو مرکزونو باندې د ډیرو بریدونو پر مسئولیت منلو سربیره، دې ډلې په وار وار په مختلفو ولایتونو کې طالبان په نخښه کړي دي.


