یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې یهودیان

په افغانستان کې یهودیان

 لیکنه ډاکټر لطیف یاد


زما ښه په یاددي یووخت زما پلار داتو کلونو لپاره دافغانستان په لویدیز دهرات په ښارکې دولتي دنده درلودله .زه په هغه وخت کې په لومړني ښوونځي (پرائمری سکول ) کې وم.زما دښونځي نوم د(سیفي هروي ښونځی )و چې دهرات په کندهار دروازه کې و او زموږ له کوره دپښوپر مزل شل پنځه ویشت منټه لیرې و.
زه به کله دخپل پلار سره دهرات زاړه ښار ته تلم چې هلته یې بارونقه اوپوښلي ( سرپټي ) بازارونه درلودل.

پلاربه مې کله کله زه دهرات دزاړه ښار هغې سیمې ته هم بیولم چیرې چې یهودیان اوسیدل او دهرات خلکوبه ورته موسایان ویل ځکه دوی دحضرت موسی علیه السلام ددین پیروان ول.په هغه وخت کې دهرات په ښارکې د۱۵۰ کورنیوپه شاو وخوا کې یهودیان اوسیدل. زیاتره یهودیانو به دپیسو دبدلولو ( صرافۍ ) کار اوبارونه کول .

یو شمیریې دزرګریودکانونه درلودل اوځينې نور یې بیا په نورو سوداګریزو کارونو بوخت ول.دافغانستان حکومت دغه یهودیان دعسکري ( پوځي ) خدمت نه معاف کړي وو، خو دهغې په بدل کې به ددوی کورنیو افغان دولت ته ټیکس یا مالیات ورکول.

دغو یهودیانو کولای شول چې بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړي .ددوی یوزیات شمیر د۱۹۵۰ زیږدیز کال په شا اوخواکې افغانستان پریښود او زیاتره یې اسرائیلوته لاړل چې په هغه وخت کې نوی جوړ شوی هیواد و.

کله چې په ۱۹۶۷ زیږدیز کال کې د اسرائیلو او فلسطینیانو او نورو عربي هیوادونو ترمینځ جګړه پیل شوه نو د افغانستان دهرات له ښاره دڅلورزره تنو په شااوخواکې یهودیانو افغانستان پریښود او اسرائیلوته لاړل. دوی له دې ویرې ولاړل چې دعربو او اسرائیلو دجګړې له کبله مسلمانان دوی ته کوم زیان ونه رسوي .

خو سره له دې هم په کابل او هرات کې ددوی شل کورنیو شتون درلودچې دغه کورنۍ هم هغه وخت افغانستان پریښود کله چې روسان افغانستان ته راغلل.اوس ددغو یهودیانو نه هیڅوک هم نه دي پاتې . داخبره هم دزیاتولو وړده چې دهرات په او کابل په ښارکې ددوی ادیرې او عبادتځایونهSynagogues شته .

په لاندنیو انځورونو کې دهرات په ښارکې د یهودیانو دادیرې اودعبادتځاي ( سینیګاګ) انځورونه لیدلی شئ !

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه