ويب ډیسک
د کډوالو چارو وزارت ويلي، پرون ( د غویی درویشتمه) د تورخم او سپین بولدک له لارو ۳۶۲ افغان کډوال هېواد ته په جبري توګه راستانه شوي دي.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د ۲۵۸ کسانو په ګډون ۴۷ کورنۍ له پاکستان څخه جبري راستنې شوي او د کډوالو چارو په اداره کې له نوملیکنې وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي قومندانۍ د معلوماتو له مخې؛ د ١١٤ کسانو په ګډون ٤١ کورنۍ له ثبت وروسته د مهاجرت نړيوالې ټولنې، د خوړو نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنرۍ دفترونو ته د مرستې لپاره وروپېژندل شوې او هرې کورنۍ ته د حکومت لهخوا هم لس زره افغانۍ ورکړ شوې دي.


