یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران حکومت د افغان کډوالو جبري ایستلو ته دوام ورکړی

ایران حکومت د افغان کډوالو جبري ایستلو ته دوام ورکړی

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزات وايي، د ایران حکومت د افغان کډوالو جبري ایستلو ته دوام ورکړی، او وايي، له ورځې زرګونه کسان له دغه هیواد څخه افغانستان ته ستنیږي.

د دغه وزارت د ورځني راپور په اساس د روانې زمري میاشتې په لومړیو درې ورځو کې له ایران څخه ۳۵۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د زمري میاشتې په لومړۍ ورځ ۱۰۲۴ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي

.
د دوی په وینا د زمري میاشتې پر دوهمه ۲۶۵۶ نور افغان کډوال هم له دغه دوو هیوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوی دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس د یادو افغان کډوالو لویه برخه په زور سره له دغه هیوادونو څخه ایستل شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې افغانستان ته د ستنو شوو کډوالو سره د ملګرو ملتونو لخوا مرسته هم شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه