سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کونړ پر سیند د ۱۲۰۰ میګاواټه برښناد د تولید لپاره د...

د کونړ پر سیند د ۱۲۰۰ میګاواټه برښناد د تولید لپاره د دوه بندونو جوړيږي

ویب ډیسک

 

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي ويلي؛ هڅه کیږي، چې د اوبو د مدیریت لپاره پر کونړ سیند دوه بندونه جوړ او ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د ځمکې پر سر د روانو او ځمکې لاندې اوبو مدیریت دمګړۍ یوه مهمه موضوع شمېرل کیږي؛ ځکه، چې اوس افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله د اوبیزو سرچینو مدیریت ته ډېره اړتیا لري.

په هېواد کې د اوبو د مدیریت مسله د ګاونډ هېوادونو لپاره جنجالي شوې، چې یوه یې د کونړ پر سیند د بند جوړول دي؛ هغه سیند، چې د یو زرو ۲۰۰ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او زیرمه شوې اوبه یې هم بلې خوا ته نه ځي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور وایي؛ پاکستان د تېر حکومت پر مهال هوکړه کړې وه، چې پدې سیند یو بند جوړ کړي؛ ځکه، چې جوړول يې پاکستان ته زیان نه‌رسوي او دا هېواد کولی شي له افغانستان څخه برښنا وپېري او زیرمه شوې اوبه یې هم بلې خوا ته ولاړې نشي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه