ویب ډیسک
له هغې وروسته چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه واک ته ورسېد، د امریکا بهرنۍ تګلاره داسې ښکاري چې له هند اوښتې او پاکستان ته مایله شوې ده.
که څه هم تمه وه، چې د هند او امریکا اړیکې د سوداګرۍ او تعرفو پر سر جنجالي نه شي، خو په ډراماتیک ډول دا اړیکې وروسته له هغې خړې پړې شوې، چې د هند پر وارداتو ۵۰ سلنه تعرفه وضع شوه.
دا داسې حال کې ده چې د امریکا او پاکستان په نوي سوداګریز تړون کې د پاکستان پر وارداتو تعرفه یوازې ۱۹ سلنې ته راښکته شوې او د پاکستاني محصلینو لپاره د درسي ویزو ورکړه لوړه شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې، د روان کال له جنورۍ تر می میاشتې پورې هندي زده کړیالانو ته څه باندې ۱۱ زره ویزې ورکړل شوې دي، چې د تېرو دوو کلونو په پرتله ۶۸ سلنه کموالی ښيي.
خو، برعکس په همدې موده کې پاکستاني محصلینو ته د امریکا د درسي ویزو ورکړه ۲۸ سلنه لوړه شوې ده.
دا هر څه داسې مهال دي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د سختې درې ورځنۍ جګړې وروسته په تېره یوه نیمه میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر دوه ځله واشنګټن ډي سي ته تللی دی.
عاصم منیر په وروستي مورد کې ګواښ کړی، که یې هند سره بیا جګړه کې وجود ته ګواښ پېښ شي، نو سیمه به په یوه سخته اټومي جګړه کې ښکېل شي او د نړۍ نیمايي برخه به له منځه یوسي.
دا وروسته له هغې ده چې د هند د پوځ مشر، جنرال اوپېندرا دویوېدي وویل، چې راتلونکی جنګ یې له پاکستان سره ښايي ژر پېښ شي.
د هند د دفاعي چارو یوه کارپوه ویلي، چې ټرمپ امریکا په ناسمه لاره روانه کړې ده او که دا قابو نه شي، د امریکا نړیوال حیثیت ته زیان رسوي.
هغه ویلي، چې ټرمپ عاصم منیر ځکه ځانته نږدې کړی، چې غواړي د بلوچستان د نفتي موادو د استخراج په اړه پلټنې وکړي او دا به امریکايي کمپنیو ته، له پاکستان سره د امریکا تر مرستو ډېره ګټه وکړي.
د پاکستان پوځ چې ګومان کېږي، د دغه هېواد په کورني او بهرني سیاست کې تر ټولو ځواکمن لاس لري، د مشر یې [عاصم منیر] امریکا سره اړیکې تر بل هر وخت ښې شوې دي.
په هر حال، دا هر څه داسې مهال دي، چې د هند د ملي امنیت شورا سلاکار، اجیت دووال تېره اوونۍ مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل او د ستراتیژیکې ملګرتیا پر دوام یې ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې ښايي د هند لومړی وزیر، نریندرا مودي هم په راتلونکو میاشتو کې له ۷ کلن ځنډ وروسته چین ته ولاړ شي او دغه هېواد سره هم خپلې اړیکې تازه او له سره یې پر دوام ټینګار وکړي.


