ویب ډیسک
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان بلوچستان کې د بلوڅ آزادي پوځ په نوم ډله او د مجید لېوا په نوم د دوی وسلوال یې د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیات کړل.
امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر په سفر کې واشنګټن دا پرېکړه کړې ده.
بي اېل اې یا بلوڅ ازادیپال پوځ بلوچستان کې د پاکستان پرضد تر ټولو ځواکمنه دله ده. دا ډله پاکستان د خپلې صوبې د زېرمو په لوټلو تورنوي او وايي د ازادۍ لپاره جګړه کوي.
بلوڅ ازادیپال پوځ تېر مارچ کې هغه وخت ډېر مشهور شو، چې له کوټې پېښور ته پر تلونکي اورګاډي یې برید وکړ او پکې یې سلګونه کسان یرغمل کړل.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د اوسنۍ پرېکړې په دفاع کې ویلي چې بي ایل اې د اور ګاډي د تښتولو مسوولیت ومانه چې د ده په خبره ۳۱ ملکي وګړي او امنیتي پرسونل یې ووژل او له ۳۰۰ ډیر د اورګاډي مسافر یې یرغمل کړل.
د پاکستان پوځ د دې یرغملو د خوشي کولو لپاره عملیات وکړل او ویې ویل چې د ۳۲ وسلوالو په وژلو سره یې ۳۵۴ یرغمل خوشي کړل.


