دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيپه پاکستان کې د قانوني اسناد لرونکو افغان مهاجرینو غوښتنې له افغان...

په پاکستان کې د قانوني اسناد لرونکو افغان مهاجرینو غوښتنې له افغان واکمنو څخه

ترتیب: سميع الله احمدزى

١ د پاکستان ضرب‌الاجل په اړه: حکومت پاکستان افغان مهاجرینو ته کوم ضرب‌الاجل ورکړی، د هغه مودې پای ته رسېدو ته ډېر لږ وخت پاتې دی. اسلامي امارت باید دا موضوع له پاکستاني لوړپوړو چارواکو سره ژر تر ژره مطرح او حل کړي.
٢ د سرپناه لپاره زمکه: هر هغه افغان مهاجر چې د هجرت قانوني اسناد لري، اسلامي امارت دې ورته د سرپناه لپاره بې له ځنډه زمکه ورکړي.
٣ د استوګنې د جوړولو اجازه: اسلامي امارت دې هغو مهاجرینو ته چې بېرته راستانه شوي، د کور جوړولو اجازه ورکړي او یو رسمي فرمان صادر کړي. دوی دې د امرثاني له شرایطو مستثنى وبلل شي.
٤ د برېښنایي تذکرو فیس معافیت: اسلامي امارت دې ټولو راستانه شویو افغان مهاجرینو ته د برېښنایي تذکرو فیس معاف کړي.
٦ د قوش‌تیپې کانال زمکه: راستانه شوي مهاجرین له اسلامي امارت څخه غواړي چې د قوش‌تیپې کانال سیمه‌ییزو زمکو وېش کې دوی ته حق ورکړي، ځکه دوی تر نورو ډېر مستحق دي.
٧ نغدي مرسته: هر راستانه شوي مهاجر فامیل سره باید افغان حکومت له‌خوا هره میاشت ۲۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشي، چې دا مرسته باید تر دوو کلونو پورې دوام وکړي.
٧ علمي کدرونو ته دندې: د راستانه شویو افغان مهاجرینو علمي کدرونه دې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې وګمارل شي.
٨ ښوونکي او تقاعد: هغه ښوونکي چې د هجرت پر مهال یې د افغان زده‌کوونکو خدمتونه کړي، باید په دولتي مکتبونو کې وګمارل شي او د دوی د تقاعد حقونه ديي وساتل شي
ډالري مرسته: هغه ٣٧٥ ډالري مرسته کومه چې پخوا يونيسار ورکوله ااا باپد دغه مذکوره مرسته هر قانوني اسناد لرونکې مهاجر ته ورکړي دغه رقم به هر فاميل په پنځو کلونو کې حکومت ته بېرته ورکړي. اسلامي امارت کولای شي دا پیسې له نړیوال بانک یا اسلامي بانک څخه د قرض په ډول تر لاسه کړي.
١٠ د ځوانانو ګمارنه: د راستانه شویو افغان مهاجرینو ځوان نسل باید په دولتي او غیر دولتي پروژو کې پر کار وګمارل شي.
١١د مهاجرو لاريو قانوني کول: هغه افغان مهاجر چې په پاکستان کې یې زرګونه لارۍ لري او پاکستاني اسناد لري، اسلامي امارت دې ورته افغاني اسناد ورکړي، پرته له کوم فیسه.
١٢د موټروانانو لایسنسونه: هغه مهاجرین چې د موټر چلونې تجربه لري، باید افغاني لایسنسونه ورته ورکړل شي، بې له فیسه.
١٣ د تجارتي ماشینري ګمرک معافیت: د افغان مهاجرینو تجار قشر دې له هر ډول بېرته ګمرک کولو معاف شي، څو خپل ماشینري هېواد ته راوړي.
١٤ د صنعتي ښارګوټي لپاره زمکه: اسلامي امارت دې مهاجرینو تجارانو ته په صنعتي ښارګوټو کې د کارخانو جوړولو لپاره زمکه ورکړي او هغه هم بغير د فيس نه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه