دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملي دفاع :تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۱ طالبان وژل شوي

ملي دفاع :تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۱ طالبان وژل شوي

ویب ډیسک

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۷۱ طالبان ووژل شول او ۱۶۲ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۸ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، میدان وردګ، خوست، کندهار، فراه، هرات، بادغیس، سرپل، جوزجان، نیمروز، هلمند، بدخشان، کندوز، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه