ویب ډیسک
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي طالبان د لجاجت په کولو د سولې خبرو اترو وخت ضایع کوي او د دې خبرو پرمختګ ته ژمنتیا نلري.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه د ( سرطان ۷ نېټه) په سپېدار ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د دوحیې د هوکړې څخه فکر کېده، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره به موږ سولې ته نږدې شو، متاسفانه دغه پرمختګ د سولې خبرو اترو په مېز کې ونشو، طالبان نه غواړي، چې اصلي خبرو ته داخل شي.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره د ورانکارۍ، جنګ، اساسي پروژو او د عامه خدمتونو ویجاړولو ته هیڅ بهانه نه پاتې کیږي، چې د بهرنیو ځواکونو حضور یوه بهانه وه.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د افغانانو لپاره د اختلافاتو د لمنځه وړلو لپاره د خبرو اترو د لار تعقیبول دي، ولې دا کار په یو طرفه هڅو پایله نه ورکوي.
که د مقابل لوري محاسبه دا وي، چې د جنګ له لارې به بریالي شي، لویه تېروتنه ده.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له هڅو قدردانی وکړ او زیاته یې کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ افتخار دی او د دوی کار په هېواد کې د سولې د ټنګښت تضمین دی.
څه چې ایجاب کوي، هغه له افغان امنیتي ځواکونو او د سولې له هڅو د ملاتړ په برخه کې د خلکو اجماع ده، په هغه ځایونو کې چې خلک د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ درېدلي، د قدر وړ دي.
سوله همېشه د افغانانو غوښتنه ده، ولې که جنګ تحمیل شي له دفاع بله لار نشته.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله واشنګټن ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په تړاو وویل، د امریکا مشران په ځانګړي ډول ولسمشر جوبایډن، د دفاع وزیر، د ملي امنیت شورا سلاکار، د ګانګرس او سنا غړو، د سولې په پروسې، د خبرو اترو څخه د ملاتړ په برخه کې پر سیمه ییزې اجماع او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په ملاتړ ټینګار وکړ.
د افغان سولې او د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ او تمویل په برخه کې د امریکا د مشرانو پېغامونه روښانه وه.
د امریکا رهبرانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ۳.۳ میلیارده ډالره او افغانستان سره ۳۵۰ میلیارده ډالره بشردوستانه مرستې ژمنه وکړه.
دوی همدارنګه ژمنه وکړه، چې خپلو همکارانو او متحدینو سره افغانستان سره د مرستو پر دوام کار کوي.
د ملي مصالمې عالي شورا رییس زیاته کړه، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د نظامي حضور د پایې ته رسېدو سره، د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی فصل پیلیږي، ولې د نظامي حضور پایې ته رسېدل افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو د بې علاقه کېدو او ترک په معنا نده.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس په پایې کې وویل، موږ د خبرو اترو او سیاسي حل لارې تعقیب ته ژمن یو، اما که جنګ او نظامي لار پر خلکو تحمیل کړي، دې موخې ته به ونه رسیږي.


