دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ملي مصالې عالی شورا د سولې په تړاو یو نوې طرحه...

د ملي مصالې عالی شورا د سولې په تړاو یو نوې طرحه جوړولو هڅې راونې کړې دی

ویب ډیسک
د سولې طرحې د مسودې د توحید او جوړولو کمېټې ناسته ترسره شوه

دا ناسته د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د سولې طرحې د مسودې د توحید او جوړولو په موخه د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمیټې د غړي محمد یونس قانوني په ریاست سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.

پدې لیدنه کې سیاسي ګوندونو، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې د غړو، د مدني ټولنو غړو او هېوادوالو وړاندې شوې طرحه برسي کړې.
تراوسه ۲۵ سیاسي ګوندونو او د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غړو خپل نظرونه او طرحې دې کمېټې ته سپارلي، چې پکې ۳۰ طرحې شاملې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا د سولې طرحې د مسودې د توحید او جوړولو کمېټې د سیاسي ګوندونو، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غړو او د افغانانو په نظرونه او لید لورو کار کړی.

په نن ناسته کې د دې مسودې په تړاو نظرونه واورېدل شول او د دې مسودې په تړاو د نظرونو او لیدلورو د وړاندې کولو او توحید په تړاو به د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړو ناستې ادامه ولري.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به په یوې واحدې طرحې سره د ترکیې د سولې په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.
پدې طرحه کې اوربند، د جنګ دایمي ختمېدل، د بشر حقونه، د خلکو اساسي حقونه، په واک او سیاسي ساختار کې عادلانه ګډون شامل دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه