دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهرابن کراکر : افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو راپور په غبرګون...

رابن کراکر : افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو راپور په غبرګون کې ويلي، دغه راپور کې بايډن د ځان او سپينې ماڼۍ د سپيناوي هڅه کړې ده.

ويب ډیسک

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو پخواني سفير او لوړپوړي ډيپلومات راين کراکر ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو راپور په غبرګون کې ويلي، دغه راپور کې بايډن د ځان او سپينې ماڼۍ د سپيناوي هڅه کړې ده.

کراکر یاد راپور شرموونکی او د سپينې ماڼۍ د سپين ښودلو سند بللی او ويلي يې دي، دغه راپور کې د افغان متحديتو د هڅو نه يادول زما لپاره د دې سند د هرې برخې په پرتله د شرم وړ ده.

کراکر ويلي د بایډن حکومت سره له دې چې ډونالډ ټرامپ د افغانستان په تړاو د هغه د سياستونو له امله له پړ ګڼي او پرې نيوکه کوي، خو بیا هم د نوموړي سياستونه تعقيبوي.

د نوموړي په وينا، بایډن بايد له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د بشپړو وتلو پر ځای، د هغو امريکايي ځواکونو په شمېر کې زياتوالی راوستی وی، چې د افغان ځواکونو د روزنې او د امریکا د ګټو مسؤلیت ورترغاړې ؤ.

د امريکا د کانګرس له فشارونو وروسته سپینې ماڼۍ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د راپور لنډيز خپور کړ. یاد راپور چې ۱۲ مخه لنډيز یې نشر شوی محرم بلل شوی او زیاته شوې چې ځينې برخې به یې هېڅکله علني نه شي.

#USA #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه