ويب ډیسک
ملګرو ملتونو یو ځل بیا دغه سازمان کې د افغان ښځو پر کار بندیز غندلی او خبرداری یې ورکړی، چې د دې کړکېچ له امله د افغانانو لپاره هر ډول منفي پایلې به د ت.البانو په غاړه وي.
دغه سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې بندیز له لارې طالبان غواړي ملګري ملتونه دې ته اړ کړي چې د افغانانو په ملاتړ کې د پاتې کېدو او د هغو(ت.البانو) د اصولو مراعاتولو تر منځ یو ډاروونکی انتخاب ولري.
د دغه سازمان په وینا دا د ت.البانو لخوا په افغانستان کې د عامه او ورځني ژوند په ډېرو مواردو کې د ښځو او نجونو د ونډې د سخت محدودولو په هدف تر ټولو وروستى تبعيضي اقدام دى.
ملګرو ملتونو یاد بنديز د دغه سازمان منشور په ګډون د نړيوالو قوانينو خلاف بللى او ويلي يې دي، چې له همدې امله نه شي عملي کېدلاى.
دا په داسې حال کې ده چې ت.البان پر ښځو بندیزونو په دوام، دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیاسي استازولیو کې هم د ښځینه کارکوونکو پر حضور بندیز ولګاوه، چې ملي او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.


