ويب ډیسک
ګارډین ورځپاڼه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر ته په کتنه کې وایي، چې د کابل سقوط لوی خیانت ؤ او دا خیانت لا هم دوام لري.
مقالې کې راغلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل باید د امریکا او برتانیا لپاره د تلپاتې شرم دلیل وي او زیاتوي دا عجیبه ده چې دوه کاله وروسته یو هېواد هم د دې ماتې مسؤلیت نه اخلي.
مقاله زیاتوي، امریکا او برتانیا په دې مسؤلیت اخېستو کې ناکام شوي چې افغانان یې ت.البانو ته وسپارل.
ګارډين له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د بهرنیو چارو وزارت راپور ته په کتنه کې لیکي چې یوازې خپله دفاع یې په کې کړې، بهانې یې جوړې کړي او حتی بښنه یې نه ده غوښتې.
مقاله همداراز زیاتوي چې د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې پر اساس د باېډن له لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اقدام عجولانه او اشتباه ؤ چې د ناورین لامل شو.
ګارډين د برتانیا په حکومت نیوکه کړې چې د افغانو ښځو او نجونو لپاره خپلې مرستې کموي او هغه هېواد ته د کډوالو او تخلیه شویو کسانو ورتګ ناکاموي.


