ویب ډیسک
د جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو راپور د لوی خیانت، چل او دروغ یو نه بښوونکی حساب بللی او ویلي یې دي، چې د اوکراین د ملاتړ لپاره اړتیا وه امریکا له افغانستانه ووځي.
ښاغلي صالح دغه راپور ته په اشارې سره ویلي، افغانانو نور امریکا ته ارزښت نه درلود او دوی په تېروتنو او د ټولنې په ويجاړولو هېڅ پښیماني نه لري او د طالبانو د ظلمونو یادونه يې نه ده کړې.
هغه زیاته کړې، هر هغه څوک چې لږ تر لږه هوښیار وي او انساني احساس ولري حیران به شي، چې امریکا څنګه افغان حکومت په تیاره کې ساتلی او هره لفظي او کتبي ژمنه یې تر پښو لاندې کړې ده.
ښاغلي صالح زياته کړې، په بې شرمۍ سره د افغان ولس صداقت او دردونه له پامه غورځول شوي دي.
د امريکا د کانګرس او له فشارونو وروسته سپینې ماڼۍ تازه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د راپور لنډيز خپور کړ. یاد راپور چې ۱۲ مخه لنډيز یې نشر شوی محرم بلل شوی او زیاته شوې چې ځينې برخې به یې هېڅکله علني نه شي.
#USA #Afghanistan


