دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پيښې له امله دوه کسان...

په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پيښې له امله دوه کسان وژل شوي

ويب ډیسک

په بغلان ولایت کې د یوې ترافیکي پيښې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولایت د ترافیکو مدیریت د معلوماتو له مخې دغه پېښه پرون شنبه د پلخمري اړوند « گولای بالادوری» سیمه کې د یوه ټېلر او پاسو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د پولیس ترافیکو په وینا په یاده پېښه کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د دوی په وینا ټپیان د درملنې لپاره سیمه ییز روغتون ته انتقال شوي.
په افغانستان کې د ترافیکو پیښو لوی لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او لارو خرابولی بلل کیږي چې له امله یې زیات وخت ورته پيښې رامنځته کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه