یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان بانک وایې د اسعارو ټول بازارونه یې تر کنترول لاندې...

د افغانستان بانک وایې د اسعارو ټول بازارونه یې تر کنترول لاندې دي

ويب ډيسک

په بازارونو کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت له راټیټیدو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي، چې د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه تر نظر لاندې لري.

 

یاد بانک په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې د بیو او مبادلې نرخ د ثبات لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

 

دغه بانک زیاته کړې چې اړینې سرچینې په واک کې لري او د اړتیا پر مهال به د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو اړتیاوې پوره کړي.

 

سره له دې چې نن د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالر د یوې داوطلبۍ له لارې وپلورل خو لاهم د افغانیو ارزښت مخ په کمېدو دی.

 

د یادونې ده چې له څو ورځو راهیسې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوېدلی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه