یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمسلمانو علماوو د سازمان مشر: د نجونو زدکړې حرام بلل ستره ګناه...

مسلمانو علماوو د سازمان مشر: د نجونو زدکړې حرام بلل ستره ګناه ده

ویب ډیسک

د نړۍ د اسلامي هېوادونو نړيوال اتحاد سرمنشي او د مسلمانو علماوو د سازمان مشر محمد العیسی په پاکستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز په تړاو وویل: چې «د حلالو حرام ګڼل تر ټولو ستره ګناه ده.»

 

هغه په دې غونډه کې وويل: «د نجونو او ښځو د زده کړو له حق څخه انکار – هغه که په کلي توګه وي او که جزوي- او بيا يې اسلام او شريعت ته منسوبول ناسم کار دى.»

 

د مسلمانانو د نړيوال اتحاد سرمنشي او د اسلامي علماوو د سازمان مشر طالبانو ته اشارتا ویلي چې خپل نظر او پرېکړه دې پر دین پورې ته تپي.

 

ښاغلی العیسی وايي: «هر فرد یا اداره که عامه وي او که خصوصي، باید په دې برخه کې ډېر احتیاط وکړي، څو د ښځو د زده کړو حقونو په اړه د امت د علماوو د متفقې اجماع له مخې خپلې نیمګړتیاوې پر دین پورې ونه تپي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه