پښتو جرنل
ځوان شېر محمد د قاتلینو د خوشې ګرځېدو په اړه خلک غوسه دي، او پر حکومت غږ کوي چې د هغوی د نیولو په اړه لاپروايي ونکړي.
نه یوازې دې د شېر بهار قاتلان ونیول شي، بلکې د هغوی مرسته کوونکي هم باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او ورته سخته سزا ورکړل شي.
په ټولنیزو رسنیو کې د شېر محمد بهار د قاتلانو د نیولو لپاره د “جسټس فار شېر بهار” هشټاګ لاندې کمپاین روان دی. کاروونکي لیکي چې د شېر بهار وژنه یوه ستره پېښه ده او حکومت باید سمدستي د دې نوټس واخلي، د قاتلانو نیولو ته اقدام وکړي او انصاف ته لومړیتوب ورکړي.
یوه کاروونکي سلام لیکلي:
“د شېر بهار قاتلان دې ونیول شي او د هغوی ملاتړي دې هم رسوا کړل شي، ترڅو بیا څوک داسې کسانو ته پناه ورنکړي.”
بل کاروونکی شاه زمان وایي:
“چا چې انسانیت شرمولی، د هغوی ملاتړ کول د انسانیت توهین دی.”
جمال په خپل پیغام کې له حکومته غوښتنه کړې:
“مجرمان دې ژر تر ژره ونیول شي، ترڅو د خلکو باور پر نظام بیرته را ژوندی شي.”
یادونې وړ ده چې شېر محمد بهار تېره چهارشنبه په خپل دوکان کې په بې رحمانه ډول وژل شوی و. د کورنۍ د وینا له مخې، دا د سوداګرۍ یوه وړه ستونزه وه، چې د دومره لویې پېښې سبب نه شوه کېدای.
د شېر بهار د وژنې مقدمه په خالق شهید تاڼه کې د ستار ولد مدا جان او د هغه د ورور جلات خان پر وړ
اندې درج شوې ده.
#JusticeForSherBahar


