سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه تجارت پنځه میلیاردو ډالرو نه یو...

پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه تجارت پنځه میلیاردو ډالرو نه یو میلیارد ته راکم شوی

ویب ډیسک

پاک-افغان کړکېچ او د پالیسۍ نه ثبات له امله دوه اړخیزه سوداګري یوازې یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې

د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي کړکېچونو او د سوداګریزې پالیسۍ د نه ثبات له امله دوه اړخیزه سوداګري په چټکۍ سره کمه شوې او اوس یوازې یو میلیارد ډالرو ته محدوده شوې ده، پداسې حال کې چې څو کاله مخکې دا شمېر له پنځه میلیاردو ډالرو څخه هم اوښتی و.

د پاکستان-افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال رئیس وایي، د پولو تکراري بندښت او د بانکي نظام نشتوالی د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته سخت زیان رسولی دی. نوموړی وایي که له افغانستان او ایران سره بانکي چینلونه فعاله شي، نو په سیمه کې به د پاکستان لپاره د سوداګرۍ پراخ فرصتونه رامنځته شي.

د هغه په وینا، پاکستان له افغانستان سره سیمنټ، سریا، درمل، سبزي، اوړه، بوره او نور ضروري توکي صادروي، او له افغانستانه مېوې او سبزي واردېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې روان سیاسي بې‌ثباتي هم تجارت ته تاوان رسولی دی. که د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې ارامې او سوله‌ییزې شي، نو دا سیمه کولی شي د منځنۍ آسیا او حتی اروپا ته د سوداګرۍ دروازه وګرځي.

یادونه باید وشي چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاک-افغان سرحدي کړکېچ له امله تورخم بندر وتړل شو، چې دواړو هېوادونو ته یې په میلیونونه روپیو سوداګریز او مالیاتي زیانونه واړول. د کراچۍ نه تر تورخم پورې د تجارتي سامانونو رسد ودرېد، او زرګونه مزدوران له کاره پاتې شول.

کارپوهان وایي که پاکستان وغواړي چې منځنۍ آسیا ته لاسرسی پیدا کړي او له ګاونډیانو سره با ثباته اقتصادي اړیکې وساتي، نو سیمه ییز تجارت بېرته غوړېدلی شي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه