سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر به ډېر ژر متحده ایالاتو...

د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر به ډېر ژر متحده ایالاتو ته سفر وکړي

ویب ډیسک

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر به ډېر ژر متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

 

خلیلزاد ویلي، چې د دې سفر موخه ترهګرۍ سره مبارزه، د هند او پاکستان اړیکې او عاصم منیر به د چین او امریکا د اړیکو ښې کولو لپاره د پاکستان همکاري وړاندیز هم کړي.

 

جنرال عاصم منیر چې هند سره تر ناکامې جګړې وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مارشالۍ رتبه ورکړه، امریکا ته په سفر کې به وغواړي، چې دغه هېواد د پاکستان کانونو سکټور کې پانګونه وکړي.

 

خو زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د مشر سفر د اغېزمنتیا په اړه شرط ایښی چې له یوې لسیزې زیات د پاکستان په بند کې بندي ډاکتر شکیل افریدی آزاد کړي.

 

ډاکتر شکیل افریدي په ۲۰۱۱ کال کې د CIA د واکسین په یوه جعلي پروګرام کې ملګری شو، څو د پاکستان په ایبټ آباد کې د القاعده پخواني مشر اسامه بن لادن په موندلو او له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

 

د ادعا له مخې دا عملیات بریالي شوو، خو د پاکستان حکومت دا عملیات د خپل حاکمیت سرغړونه وبلله او نوموړی ډاکتر یې په ۲۰۱۲ کال کې د خیانت په تور په ۳۳ کاله بند محکوم کړ.

 

زلمی خلیلزاد وايي، ډاکتر شکیل افریدي امریکا سره د اسامه بن لادن په موندلو او له منځه وړلو کې مرسته کړې او د عاصم منیر له سفر وړاندې یې د هغه خوشې کېدل د سفر اغېزمنتیا لپاره غوره ګڼلي.

 

که څه امریکا ته د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د سفر دقیقې نېټې په اړه معلومات نه دي ورکول شوي، خو لا هم معلومه نه ده چې د پاکستان پوځ به د امریکايي ډیپلوماټ غوښتنې ته لبیک ووايي که نه.

 

# #Pakistan #US #AsimMunir @realZalmayMK

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه