دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګرو ملتونو: نهه مادیز لیک د استانبول کانفرانس ګډونوالو ته سپارلی ـ

ملګرو ملتونو: نهه مادیز لیک د استانبول کانفرانس ګډونوالو ته سپارلی ـ

ویب ډیسک
ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر، افغان دولت او طالب پلاوي ته د ګډو اصولو تر عنوان لاندې یو نهه ماده‌ییز لیک سپارلی دی څو د ترکیې ناسته کې ورباندې هوکړې ته ورسېږي.

په یاد متن کې، چې یوه کاپي یې رسنیو ترلاسه کړې راغلي چې افغانان له څو لسیزو جګړو ستړي شوي دي او دوی ټول د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې پرمختګ ته ژمن دي.

په دغه نهه ماده‌ییز لیک کې ډېر مهم موضوعات راخیستل شوي دي خو سراسري او تلپاتې اوربند، انتقالي حکومت او د همدې حکومت له لارې ټول شموله دولت ته زمینه برابرول، د بشري حقونو درناوی، د تېرو لاسته راوړنو ساتنه، له نړیوالو، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتل د دغه متن مهم ټکي دي.

د یاد لیک په یوه ماده کې راغلي چې اسلام مقدس دین چې د افغانستان رسمي دین او د افغانانو د یووالي منبع ده، سیاسي مشارکت به د همدې دین په رڼا کې ترسره کېږي.

بلخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د پورته موادو تر څنګ په لاندې اصولو ټینګار کړی دی:
د اسلام مقدس دين او عنعنات به د افغانستان د خلکو د ملي يوالي بنسټ وي.

د افغانستان سياسي راتلونکی او سرنوشت به د رڼو او ازادو ټاکنو په اساس ټاکل کيږي .د سيمې او ګاونډي هيوادونه به افغانستان ته د بهرنيو جنګیاليو له ورتګ مخنيوی کوي.
له سولې وروسته په هيواد کې دد اخلي جګړو د رامنځته کېدو څخه د مخنيوي په هدف بايد تضمين وجود ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه