دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهولسمشر غني نور خپل متحدین له لاسه ورکړي او کاملا منزوي حالت...

ولسمشر غني نور خپل متحدین له لاسه ورکړي او کاملا منزوي حالت کې دی.

ویب ډیسک
نیویارک ټایمز ورځپاڼې  په یوه مقاله کې ویلي، چې ولسمشر غني نور منزوي شوي، حتی د یو څو محدودو کسانو په سلا او مشورو متکي دی او خپل متحدین په سرعت سره له لاسه ورکوي.

په مقاله کې راغلي، چې امریکا له نوموړي څخه ځان ګوښه کړی او نوموړی اوس په یوازې توګه غواړي طالبانو سره معامله وکړي په داسې حال کې چې په دې برخه کې نه په کور دننه او نه هم بهر ملاتړي لري.

مقاله کې راغلي د ولسمشر غني اوسنی سیاسي وضعیت د «متحرک مړی » عبارت چې د مدني ټولنې غړي یې ورته کاروي ښه بیانولي شي.
مقاله کې ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستي لیک ته اشاره شوې او ویل شوي چې په دې لیک کې ولسمشر غني ته داسې تنده لهجه کارول شوې، لکه د ښوونځي یو بې دسپلینه شاګرد ته چې کارول کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه