یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما د افغان ښځو او نجونو د توقیف په اړه ژوره اندیښنه...

یوناما د افغان ښځو او نجونو د توقیف په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې

ويب ډیسک

کابل، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۱۱مه – یوناما د افغانستان د حاکمو چارواکو له خوا د اسلامي حجاب د اصولو د نه مراعاتولو د ادعا پر بنسټ د ښځو او نجونو د خپلسرو نیولو او توقیف په وروستیو پېښو په ژوره توګه اندیښمنه ده.

د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې، په کابل او دایکنډي ولایتونو کې یوناما د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي چې د حاکمو چارواکو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او پولیسو لخوا ترسره شوي دي.
په پلازمینه کابل کې په لویه کچه ښځو او نجونو ته اخطارونه ورکړل شوي او توقیف شوي دي. د دایکنډي ولایت په نیلي ښار کې هم ښځې او نجونې توقیف شوې دي.
یوناما همدارنګه د ناسم چلند او له خبریدو پرته نیونو پلټنه کوي او دا چې د اجرايي عملیاتو له اړخه د مذهبي او توکمیزو اقلیتونو ټولنې په غیر متناسب ډول اغیزمنې شوي دي.
د دوی د خلاصون لپاره محرم، یا نارینه سرپرست را غوښتل شوی تر څو یو راتلونکی اجرایي ضمانت پاڼه لاسلیک کړي، که نه له سزا سره به مخامخ شي. یوناما همدارنګه د هغو ادعاوو پلټنه هم کوي چې ددوی د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا وویل: ” په پلي کیدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتریخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو لپاره سپکونکی او خطرناک دي“.
اغلې اوتنبایوا همدارنګه وویل: “توقیفونه له ځانه سره یوه لویه بدنامي لري چې افغان میرمنې له لا ډیر خطر سره مخامخ کوي، او همداشان عامه باور له منځه وړي.”
یوناما ویره لري چې د ځپنې روان بهیر، ښځې د خپل سري نیول کیدو د وېرې له امله لا نورې انزوا ته بیايي، او همدارنګه د نارینه وو لپاره یو مناسب چاپېریال رامنځته کوي چې په کور کې جبري اقدامات عملي کړي.
یوناما دغه موضوعات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ګډون، په مستقيمه توګه له حاکمو چارواکو سره شریک کړي دي او د توقیف شویو د زر تر زره خوشې کیدو غوښتنه یې کړې.
یوناما پرحاکمو چارواکو یو ځل بیا ټینګار کوي چې افغانستان د یوه دولت په توګه د بشري حقونو د اوو مهمو نړیوالو سندونو غړی پاته شوی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۸۱ (۲۰۲۳) پریکړه لیک هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره هغه تګلارې او کړنې بیرته واخلي چې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ګټې اخیستو په برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیت رامنځ ته کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه