ویب ډیسک
پاکستان او طالبانو نن سهار (شنبه د مرغومي ۲۳) تورخم دروازه د سوداګریزو توکو د هغو لېږدوونکو موټرو پرمخ وتړله، چې چلوونکي یې ویزې نه لري.
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نور محمد حنیف ویلي، چې سرحدي مسوولینو د پاکستاني لوري د اقدام په غبرګون کې دا لاره د پاکستان بېوېزې چلوونکو پرمخ هم وتړله.
په تېره یوه میاشت کې تورخم دروازه څو ځله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تزانزیټ پرمخ تړل او بېرته پرانیستل شوې.


