ویب ډیسک
په زابل ولایت کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې،چې له امله یې ۱۱ مسافر وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت وایی،دغه پېښه تېره ورځ ناوخته،د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
خو یوشمېر ځایي سرچینو بیا ویلي، چې په پېښه کې ۲۵ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۳۰ زیات ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت وایی، دغه ماین د طالبانو له لوري ځای پرځای شوی و، خو طالبانو دا موضوع رد کړې.


