ويب ډیسک
د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند «سلیم کاروان» سیمه کې چاودنه شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند نن شنبه اپرېل نهمه (وري ۲۰) د یاد خبر په تائید سره ویلي چې دغه چاودنه نن غرمه په یو ګلدان کې د ځای پر ځای شوو ماین له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې یو نظامي کس ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې په دې اړه پلټنې پيل شوي دي.


