ویب ډیسک
د افغانستان د لنډمهالي حکومت د ټول ګټو وزارت وياند حميدالله مصباح ويلي، چې د اوکراين د څو شرکتونو تخنيکي پلاوی کابل ته تللی او د ياد وزارت له چارواکو سره يې په يو لړ پروژو خبرې کړې دي.
د مالوماتو له مخې، اوکرايني شرکتونه ليوالتيا ښودلې، چې په افغانستان کې د پټلۍ جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
حميدالله مصباح ويلي، چې ياد اوکرايني پلاوي له افغان چارواکو سره د مالونو د حمل و نقل، د انجينيرانو د روزلو، د پټليو د جوړونې او امنيت ساتنې په اړه خبرې کړې دي، خو نوموړي نه دي ويلي، چې يادې پروژې به د افغانستان په کومو سیمو کې پلې شي.


