ويب ډیسک
فرانسپرس خبري آژانس راپور ورکوي چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی د یوې اونۍ په مخه له افغانستان سره د نړیوالو د بشري مرستو په اړه د خبرو لپاره د یوې غیرحکومتي ټولنې په بلنه د سویس په ژنیو ښار کې دی.
ټاکل شوې چې دا پلاوی د سویس او نورو اروپايي هېوادونو او د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له چارواکو سره وګوري خو په عین حال کې د سویس د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون سه شنبې خپور شو ټینګار کړی دی چې د سویس خاورې ته د طالبانو د پلاوي سفر د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندلو په معنا نه دی.
د نړۍ هېڅ هېواد هم تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ژنیو غږ په نوم بنسټ چې په جګړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کار کوي ویلي دي چې له دوشنبې څخه تر جمعې ورځې پورې د افغانستان په اړه د بندو دروازو شا ته د یوه کنفرانس کوربه توب کوي. دې بنسټ ویلي چې د دې غونډې هدف له افغانستان سره د بشري مرستو پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو لپاره د هڅو پیاوړي کول دي.
د دې بنسټ په وینا د طالبانو د لس کسیز پلاوي مشري لطیف الله حکیمي کوي چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له جګپوړو چارواکو څخه دی.
د ژنیو غږ بنسټ وايي طالبانو ته یې په دې خاطر په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده چې د بشري مرستو د وضعیت، د ملکي وګړو د خوندیتوب، د روغتیا پالو کار ته د درناوي او له جګړو د پاتې ماینونو او ناچاودو مهماتو پر اړوندو موضوعاتو خبرې ورسره وکړي.


