ويب ډیسک
د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د بشري مرستو په لړ کې ۳۲ میلیونه ډالر د کابل د هوايي ډګر له لارې افغانستان ته رسیدلي دي.
مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو پر هرکلي سربیره له نړیوالې ټولنې د لا ډېرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
تر دې وړاندې هم افغانستان ته څو ځله د بشري مرستو په لړ کې په میلیونونه ډالر رسیدلي ول او دغه لړۍ ښایې همداسې ادامه پیدا کړي.
دغه مرستې داسې مهال افغانستان ته رسیږي چې نن په کابل کې د پیسو د تبادلې ستر مرکز د مرکزي بانک د وروستیو شرطونو په غبرګون کې خپلې دروازې تړلي وې.
سربیره پر دې، په دې وروستیو کې افغانۍ هم د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت یو ځل بیا لوړ کړی دی او د مرکزي بانک په حواله یو ډالر د ۹۳،۵ افغانیو په بیه تبادله کیږي.


